ننګرهار کې یو رضاکاره ځوان د فکر جوړونې لپاره پر خلکو کتابونه ویشي

په ننګرهار کې یو رضاکاره ځوان د مطالعې فرهنګ دودولو او د فکر جوړونې په موخه په ختیځو ولایتونو کې زرګونه کتابونه پر خلکو ویشلي دي.
دغه رضاکاره ځوان محمد عثمان همدرد نومیږي، چې له نږدې پنځه کلونو راهېسې کور په کور د کتابونو راټولولو او بېرته وېشلو دغې لړۍ ته (کتاب واخلئ او مطالعه وکړئ) نوم ورکړی دی.
هغه له خلکو اظافي کتابونه راټولوي او د دې لپاره چې په ولس کې کتاب لوستنه دود شي، په خلکو يې په وړیا توګه ویشي.
هغه وویل:«له نږدې پنځو کلونو راهېسې مې د کتاب راټولولو او بېرته پر ځوانانو د مطالعې په موخه د ېشلو دا کمپاین پیل کړی، ځوانان هم خوشالیږي چې د خپلې خوښې کتاب له پېسو پرته مطالعه کوي خلک مې تشویقوي او زه لا نور هڅیږم چې دا لړۍ جاري وساتم.»
همدرد د دې کمپاین خوښ دی او وايې، هره ورځ ترې ځوانان د ټولنيزو شبکو له لارې د مطالعې په موخه د کتابونو غوښتنه کوي.
د هغه په خبره پلان لري چې په تفریح ځایونو، د روغتونونو او د بانکونو انتظار ځايونو کې سيار کتابتونونه هم جوړ کړي.
روڼ اندي ځوانان دا نوښت ستايي او وايي، په افغاني ټولنه کې د شته ستونزو د هوارولو یو ښه او اغېزمنه لاره همدا ده چې خلک کتاب ولولي.
د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل حمید افغان وایې، په دې وروستیو کې د دا ډول فرهنګي بنسټونو فعالیتونه د دې لامل شوي، چې د ځوان کهول یوه برخه کتاب لوستنې ته مخه کړي.
افغان زیاته کړه:«په افغاني ټولنه کې تر ټولو مهمه خبره فکر جوړونه ده او دا کار یوازې د کتاب مطالعې له لارې کیږي، نو د همدرد پیل شوی کمپاین د ستایلو دی او باید ملاتړ وشي.»
هغه د کتاب لوستنې پر دودېدو ټينګار کوي او له ځوانانو غوښتنه کوي چې د خواله رسنيو له کارولو سره سره دې کتابونه هم ولولي.
که څه هم پخوا یوازې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې کتاب پلورنځي موجود وو، خو اوسمهال له ښار سربېره په ولسوالیو کې ګڼ کتاب پلورنځي او کتابتونونه شته چې مینه وال ورڅخه د خپلې خوښې وړ کتابونه ترلاسه کوي.