پخواني ولسمشر کرزي یو ځل د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی

پخواني ولسمشر کرزي یو ځل د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی
Photo: Hamed Karzai Facebook

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرکز یو ځل بیا د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي پرانیزي.

کرزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې:«د هېواد د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نجونو ږغ تائیدوم؛ دا غوښتنه یو اساسي حق بولم او تاکید کوم چې د نجونو له تعلیم پرته افغانستان هیڅکله یوه روښانه راتلونکی نشي درلودی.»

ښاغلي کرزي زیاته کړې چې تعلیم د نجونو اساسي حق دی او افغانستان به د دې نجونو له زده کړو پرته روښانه راتلونکی ونه لري.

حامد کرزي له دې وړاندې هم په څو ځلي له طالبانو په ټینګار سره غوښتنه کړې وه، چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.

طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې پر افغان ښځو او نجونو د نورو بندیزونو سربېره د زده کړو بندیزونه لګولي او تازه یې څو اوونۍ وړاندې په روغتیایي مرکزونو کې هم نجونې له زده کړو منع کړې.