د جرمونو نړیوالې محکمې د ملاهبت الله او د سترې محکمې د رییس د نیولو حکم خپور کړی

د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) په افغانستان کې د «بشریت ضد جرمونو» په تور د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړی دی.
یادې محکمې ویلي چې دا حکم یې پر ښځو د پرلپسې محدوديتونو وضع کولو له امله صادر کړی، ځکه په وینا یې یادو طالب مشرانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو تګلارو له لارې هغوی له زده کړ، کار او خپلو بنسټېزو ازادیو بې برخې کړي او داسې د «توجيه وړ دلایل» موجود دي، چې د دواړو طالب مشرانو د ښځو ځورولو پر اعمالو د بشريت ضد جرم شک کېدای شي.
دا امر د دغه محکمې د ځانګړي څارونوال کریم خان له غوښتنې شپږ میاشتې وروسته کیږي نوموړي ویلي یې و، ملاهبت او عبدالحکیم حقاني په بشریت ضد جرمونو کې ښکېل دي.
د محکمې دې پرېکړې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي:
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ملا هبت الله او عبدالحکیم حقاني د نيولو په اړه د جزا نړيوالې محکمې وروستي حکم ته سخت غبرګون ښودلی او د یادې محکمې له پېژندلو انکار کړی او ویلي یې دي، چې په دې نوم کوم نهاد نه پېژني.
مجاهد د جرمونو نړیوالې محکمې حکم، د وخت ضایع بللی او ویلي یې دي، چې د دوی پر هوډ او «شرعي» موقف هېڅ اغېز نه شي کولای.
بلخوا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د جرمونو نړیوالې محکمې دا پرېکړه ستایلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې «جنسیتي اپارتاید» د نړیوالو قوانینو له مخې یو جرم وبولي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپورتر ریچارد بېنیټ چې طالبانو یې افغانستان ته په سفر بندیز لګولی د طالب مشرانو د نیولو د حکم هرکلی کړی او دا یې د عدالت په لوري یو ګام بللی دی.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د طالب مشرانو د نیول حکم یو مثبت ګام بولي او د هغوی پر وړاندې یې د لا نورو جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د جرمونو نړیوالې محکمې داسې مهال د ملا هبت الله او د عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صاروي، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په وروستي پرېکړه لیک کې له طالبانو وغوښتل، چې افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو حقونو ته درناوي وکړي.