طالبان پنج تن به شمول یک زن گردشگری خارجی را در بامیان بازداشت کردند

طالبانو په بامیان کې د یوې بهرنۍ سیلانۍ ښځې په ګډون پنځه کسان نیولي
په بامیانو کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت د طالبانو استخباراتو یوه چینایي الاصله امریکایۍ ښځه او د هغې څلور نور همکاران نیولي دي.
سرچینې زیاته کړې چې طالبانو یاد کسان دوه ورځې وړاندېد بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې نیولي دي.
د سرچینې په خبره تراوسه د نیول شویو کسانو د نیول کېدو لامل مالوم نه دی او هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.
له دې څه موده وړاندې په غزني ولایت کې هم طالبانو یو شمیر بهرني سېلانیان د تفریح پرمهال نیولي وو، چې له څه مودې بند تېرولو وروسته خوشې شول.
طالبانو داسې مهال په بامیانو کې بهرني سېلانیان نیولي چې په دې وروستیو کې دغه هیواد ته د بهرنیو سېلانیانو ورتګ زیات شوی، خو د طالبانو دا ډول کړنې به دا بهیر ټکنی کړي.