طالبانو په هرات کې د یوې ولسوالۍ پخوانی ښاروال نیولی

په هرات کې ځایي سرچینې وایې چې طالبانو په دغه ولایت کې د کُرخ ولسوالۍ پخوانی ښاروال محمدموسی رحمتي نیولی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد ښاروالۍ د طالبانو استخباراتو نیولی او ځان سره بې بیولی چې تراوسه یې په اړه کورنۍ ته هیڅ مالومات نشته.
سرچینې زیاته کړې چې د نیول شوي ښاروال د کورنۍ غړي د هغه لیدو ته څو وارې ورغلي؛ خو طالبانو د لیدنې اجازه ورکړې نه ده.
هرات کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څه موده وړاندې د طالبانو استخباراتو په لغمان، پروان، کاپیسا او ځینې نورو ولایتونو کې هم د تېر حکومت مامورین او دغه راز نظامیان نیولي دي.
د مالوماتو له مخې که څه هم واک ته د طالبانو په رسېدو سره دغه ډلې عمومي عفوه اعلان کړې، خو له دې هر څه سره سره بیا هم طالبان د تېر حکومت پر کاروکوونکو د ژوند کړۍ راتنګه کړې چې زیاتره یې د ژوند خوندیتابه په موخه بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.