خبرنگاران و فعالان زن افغان در ایران خواستار جلوگیری از خشونت علیه زنان شده اند

خبرنگاران و فعالان زن افغان در ایران خواستار جلوگیری از خشونت علیه زنان شده اند
Photo: 8am

په ایران کې افغان خبریالانو او ښځینه فعالانو د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کړې

په ایران کې مېشتو د بشري حقونو یو شمیر فعالانو او خبریالانو په افغانستان کې د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دوی د یوې ناستې پرمهال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومت پر عملي اقداماتو ټينګار کړی دی.

یادو فعالانو دغه راز له نړیوالې ټولنې، امریکا او نورو هیوادونو په ټینګارسره غوښتنه کړې چې، پر طالبانو دې فشار راوړي څو د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي او پر دوی وضعه شوي بندیزونه پای ته ورسوي.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره افغان ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو په ګډون له خپلو ګڼو حقونو محرومې شوې، چې له کبله یې زیاتره په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه تازه د چیلي، فرانسې او هسپانیې په ګډون شپږو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړې ده.