تېر کال په خوست کې د ۳۴ ښځو په ګډون ۷۲ کسانو ځان وژنه کړې

تېر کال په خوست کې د ۳۴ ښځو په ګډون ۷۲ کسانو ځان وژنه کړې
Photo by Eva Blue on Unsplash

په خوست کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې چې د تېر زېږدیز کال پر مهال په دغه ولایت کې ۷۲ کسانو چې ډېری یې ځوانان وو، ځان‌وژنه کړې ده.

په خوست د طالبانو امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو کې ۳۷ نارینه او ۳۴ ښځې شاملې دي چېپه بېلابېلو لاملونو ځانونه وژلي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې د دغو کسانو له ډلې ډېری ځوانان وو، چې په ځان‌وژنې یې لاس پورې کړی دی.

خو عام خلک وایې بې‌وزلي، وزګارتیا او کورنی تاوتریخوالی تر ډېره د دغو پېښو اصلي لاملونه بلل کیږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې د خلکو د وزګارتیا کچه لوړه شوې، اقتصادي ستونزې او بې‌وزلي ډېره شوې چې له کبله یې کورنی تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.