طالبان د جرمونو نړيوالې محکمې له غړیتوبه وتل اعلان کړل

د طالبانو ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې حکومت یې د روم اساسنامې او پر بنسټ یې د جرمونو نړیوالې محکمې جوړښت ته ځان مکلف نه بولي او ترې خپل وتل اعلانوي.
هغه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په نړیوالو قضیو کې د عدل او انصاف د اصل پر ځای د سیاسي تمایلاتو له مخې چلند کړی، چې له مخې یې دغې اساسنامې ته ځان مکلف نه بولي.
خبرپاڼې زیاته کړې په داسې حال کې چې د نړۍ لوی هېوادونه د جرمونو نړیوالې محکمې غړي نه دي، د یوه «مظلوم» هېواد په توګه پکې د افغانستان غړیتوب غیر ضروري چاره ده.
طالبان وروسته له هغې د روم له اساسنامنې او جرمونو نړیوالې محکمې خپل وتل اعلانوي، چې د یادې محکمې څارنوال نږدې یوه میاشت وړاندې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ځپونکو پالیسیو له امله د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ.
له دې سربېره د طالبانو د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمدنبي عمري د جرمونو نړيوالې محکمې وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي و، چې دغه محکمه په پرېکړو نیولو کې خپلواکه نهده.
د طالبانو له مخکې نسکور شوي جمهوري نظام په ۲۰۰۰ کال کې د روم اساسنامه لاسلیک کړې او په ۲۰۰۳ کال کې تصویب شوه، چې له مخې یې د نړیوالې جزایي محکمې غړی شو.
د مالوماتو پر اساس د دې اساسنامې له مخې دا محکمه واک لري چې په افغانستان کې د جنګي او بشري ضد جرمونو د تورونو په اړه څېړنې وکړي.