د طالبانو حکومت وایې بهر ته له ۵۰۰۰ او ۵۰۰ ډالرو ډېر د لېږد اجازه نشته

د طالبانو حکومت وایې بهر ته له ۵۰۰۰ او ۵۰۰ ډالرو ډېر د لېږد اجازه نشته
Photo by Frederick Warren on Unsplash

د طالبانو حکومت ریاست‌الوزرا په یوه تازه حکم کې ویلي چې د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ ډالرو ډېر او د ځمکې له لارې له ۵۰۰ ډالرو زیات بهر ته د لېږد اجازه نشته.

د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز ټینګار شوی که هر څوک له دې حکم سرغړونه کوي له قانوني چلن سره به مخ شي.

خبرپاڼې زیاته کړې د یاد حکم پر بنسټ، څوک نشي کولای چې د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ زیات او د ځمکنیو سرحدونو له لارې له ۵۰۰ زیات ډالر په نغدي ډول انتقال کړي.

همداراز که څوک له دې اندازې زیات ډالر لېږدوي، له لسو ورځو څخه نیولې تر یوه کال بند سزا به ورکړل شي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه حکم د افغانۍ کارولو او د اسعارو، سرو زرو، او قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي په اړه ورکړل شوی دی.

دغه راز په دې حکم هغه اسعار او سره زر چې د سرغړونکو څخه نیول کېږي، د طالبانو د ریاست الوزرا تر لزوم دید پورې به د افغانستان بانک ته سپارل کېږي.