د خوړو نړیوال پروګرام: د مرستو کمښت به میلیونونه افغان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د مرستو کمښت به روان ژمی میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ کړي.
یاد پروګرام د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړې چې افغانستان کې څه دپاسه ۱۵ میلیونه وګړي سملاسي مرستو ته اړتیا لري.
دغه پروګرام په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې له نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو د مالي مرستې غوښتنه کړې ده.
بلخوا یوشمېر سیاسي کارپوهان بیا نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د دغه ناورین مسوول بولي او وايي چې ملګري ملتونه د دې پرځای چې په افغانستان کې د انساني ناورین په اړه خبرداری ورکړي، ښه به وي چې مخه یې ونیسي.
دوی ټينګار کوي چې طالب مشرانو او ملګري ملتونه باید د همغږۍ له لارې داسې پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.