یونیسف په افغانستان کې د روغتیایي کارکوونکو ملاتړ کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چېپه روان زېږدیز کال کې یې د ۲۸زرو افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو رسوونکي دغه شمېر کارکوونکي به میندو او ماشومانو ته خدمتونه ورسوي.
یونیسف تر دې مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال په اوو میاشتو کې یې د ۲۴۰ روغتیايي مرکزونو له لارې ۱۸ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمتونه رسولي دي.