په ننګرهار کې یوې ښځې ۵۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

په ننګرهار کې یوې ښځې ۵۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې
Photo: RM Media

په ننګرهار کې یوې مېرمنې د دغه ولایت ۵۰ نورو ښځو ته د خیاطۍ په برخه کې په یوې کارخونه کې د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

د یادې کارخونې مسووله شکېلا بهار وايي چې د خیاطۍ دغه کارخونه یې بې‌سرپرسته او معلول لرونکو ښځو ته د کاري زمینې د برابرولو په موخه جوړه کړې او په وینا یې، دا مهال شاوخوا ۵۰ ښځې په دې کارخونه کې کار کوي.

د هغې په خبره چې دغه کارخونه یې د دوه سوه زره افغانیو په شخصي لګښت جوړه کړې ده.

هغه د طالبانو له حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې، ښځينه جامو ګنډلو صنعت د ودې لپاره بازارموندنه وکړي او د دې کارخونې د پراختیا په برخه کې هم ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

یو‌شمېر هغه مېرمنې چې دې کارخونه کې په جامو ګنډلو بوختې دي، وايي، دغه ولایت کې د نورو مېرمنو ته هم ورته کارخونې جوړې شي.

د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو له بندیز وروسته زیاتره نجونو حرفوي زده کړو ته مخه کړې او دا یې د خپل ژوند بقا لپاره مهم فرصت بللی دی.