:ننګرهار کې یوه ۵۰ کلن کس ځانوژنه کړې

ننګرهار کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو کس ځان وژنه کړې ده.
سرچینو ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند کمپونو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه کس الله داد نومېده او پنځوس کلن و، چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې ځان د بهسودو اړوند کابل سیند غورځولی او مړ شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې دغه کس اوسمهال په یاده سیمه کې په یو کرایي کور اوسېده او د ورځې لخوا به یې په جلال اباد ښار کې کراچۍ چلوله.
بلخوا د ننګرهار امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند طایب حماد هم یاده پېښه تائید کړې او ویل یې دي، چې د یادې پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.
واک ته د طالبانو په رسېدو سره په هیواد کې د ځان وژنې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې تر ډیره یې لامل کورني تاوتریخوالي، بېوزلي او رواني ستونزې بلل کیږي.