کونړ کې طالبانو د نجونو دوه ښوونیز مرکزونه بند کړي
د افغانستان په ختیځ کونړ کې محلي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې طالبانو د نجونو دوه ښوونیز مرکزونه تړلي دي.
سرچینه زیاتوي دغه ښوونیز مرکزونه له تیرو څلور ورځو راهیسې د کونړ لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست په امر د نامالومو دلایلو پر اساس تړل شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په غازي اباد ولسوالۍ کې د نجونو په دغه ښوونیزو مرکزونو کې له دولسم ټولګي فارغو نجونو ته د کمپیوتر، انګلیسي او دیني زدهکړې د ښځينه ښوونکو له خوا ورکول کېدې.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم په دغه ولایت کې د نجونو د دوو ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل تائید کړي او زیاته کړې یې ده چې، د دغه مرکزونو مالي ملاتړ د «ګېټز»په نامه یوې مرستندويه ادارې له خوا کېده.
د سرچینې په وینا طالبانو د یادو ښوونیزو مرکزونو مسوولانو ته خبرداری ورکړی که اجازې پرته مرکزونو پرانیزي نو له مجازاتو سره به مخ شي.
تراوسه کونړ کې د طالبانو پوهنې ریاست مسوولانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې دغه ډلې پر نجونو په ښوونځيو او پوهنتونونو کې پر زده کړو بندیز لګولی او زیاتره نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر ځای دینی مدرسو ته مخه کړې ده