طالبانو په پکتیا کې درې کسان په درو وهلي
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په پکتیا ولایت کې یې درې کسان عام محضر کې د لواطت په تور په درو وهلي دي.
د سترې محکمې څخه(دوشنبه،د لړم۲۸مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغو کسانو ته د پکتیکا په سروضې ولسوالۍ کې په عام محضر کې سزا ورکړل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې تورن کسان یې هر یو په ۱۵ – ۱۵ کاله تنفیذي بند او ۳۰ – ۳۰ دُرو محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې د پکتیا په مرکز ګردیز کې یو ځوان د بل طالب سرتیري د وژنې په جرم عام محضر کې قصاص شوی و.
د مالوماتو پر اساس طالبانو په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ١٣ ښځو په ګډون ۹۳ کسان په بېلابېلو تورونو د خلکو د سترګو په وړاندې په درو وهلي دي.
جوزجان له ۲۲ قضیو سره او خوست د ۱۷ قضیو په لرلو سره هغه ولایتونه دي، چې د طالبانو له خوا د درو وهلو تر ټولو ډېرې سزاګانې پکې پلي شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ګډون نړیوالو سازمانونو په څو ځلي له طالبانو غوښتي چې عام محضر کې د خلکو سزاوې پای ته ورسوي خو له دې هر څه سره سره بیا هم طالبانو دا لړۍ جاري ساتلې ده.