خانه خبرهاطالبانو په پکتیکا کې یو قومي مشر نیولی

طالبانو په پکتیکا کې یو قومي مشر نیولی

توسط رسانه دیده‌بان
42 بازدید

په پکتیکا کې محلي سرچینې خبر ورکوي چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز«ښرنه»کې یو قومي مشر نیولی دی.

سرچینې ویلي چې یاد قومي مشر کشمیر خان نومیده او د طالبانو استخباراتو(دوشنبه،د لړم۲۸مه)د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند«محمد خېلو»سیمه کې له خپل کور بیولی او اوسمهال د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې بندي دی.

سرچینه زیاتوي نوموړی څه موده وړاندې هم د طالبانو استخباراتو له مقاومت جبهې سره د اړېکو په تور نیولی و، خو وروسته بیا د قومي مشرانو په ضمانت خوشې شو.

یوه بله سرچینه وایې تراوسه د نیول شوي قومي مشر د نیول کیدو لامل مالوم نه دی خو دا ځل هم قومي مشران هڅه کوي دغه قومي مشر د طالبانو له زندان یې خوشې کړي.

د سرچینې په وینا نیول شوی قومي مشر له هیڅ ډلې سره اړیکه نه لري او له کلونو راهیسې یې د یو قومي مخور په توګه د خلکو د ستونزو پر هواري بوخت دی.

طالبانو په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو د قومي مشرانو، پخواني نظامیانو او نورو عامو خلکو په یوه او بله بهانه د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

له دې څو ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې هم د تیر حکومت د محلی پولیسو یو قومندان له مقاومت جبهې سره د اړېکو په تور نیولی چې لا تراوسه په زندان کې دی

گشت و گذار بیشتر

پیام بگذارید