د هلمند او کندهار یو شمېر کروندګر او بڼوال وايي، د پرلهپسې وچکالیو، د ورښتونو د کمښت او د اوبو د سرچینو د محدودېدو له امله یې کرنیز حاصلات زیانمن شوي او د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کول ورته ستونزمن شوي دي.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ ۳۶ کلن کروندګر ثوابګل پر خپله هغه ځمکه ولاړ دی چې یو وخت زرغونه او حاصلخېزه وه، خو اوس د اوبو د کمښت له امله وچه پاتې ده.
هغه وايي، سږ کال یې پر خپلو للمي ځمکو څه باندې ۱۵۰ منه غنم کرلي وو، خو د بارانونو د نشتوالي او وچکالۍ له امله یې کروندې وچې شوې او هېڅ حاصل یې ترې ترلاسه نه کړ.
هغه وویل: «سږ کال اوبه بیخي کمې او هیڅ نه وې له همدې امله مو ډېر تاوان وکړ؛ ځکه پر ډېره للمه ځمکه مو غنم وکرل، خو هیڅ باران ونهشو او ځمکې مو وچې پاتې شوې، غنمو لږ شنه شوي وو، خو د اوبو نشتوالي له امله وسوځېدل او ځمکې مو بېحاصله شوې.»
کرنه د ثوابګل د یوولس کسیزې کورنۍ د عاید اساسي سرچینه ده. هغه وايي، پخوا یې للمي ځمکو د بارانونو په اوبو حاصل ورکاوه، خو اوس د ورښتونو کمښت او بېوخته بارانونو د کښت او حاصل ترلاسه کولو چارې ستونزمنې کړې دي.
کندهار کې د انارو بڼونه هم زیانمن شوي
په ګاونډي کندهار ولایت کې هم یو شمېر بڼوال د اوبو له کمښت او د خپلو محصولاتو له زیانمنېدو شکایت کوي.
د ارغنداب ولسوالۍ، چې د انارو د بڼونو له امله شهرت لري، ۳۸ کلن اوسېدونکی عبدالرحیم وايي، پخوا د اوبو ستونزه دومره جدي نه وه، خو په تېرو څلورو کلونو کې د ورښتونو کمښت، د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو او پرلهپسې وچکالیو د دوی بڼونه زیانمن کړي دي.
هغه وايي: «وچکالۍ تر بل هر چا د کندهار بڼوال او بزګران زیانمن کړي، ځکه هغه انار چې پخوا به کندهار کې کېدل اوس د وچکالۍ له امله هغسې حاصل نه وي، زیاتره انار د وچکالۍ له امله افتونو وهلي، منځ کې چاودلي او دانې اوبه نه لري چې همدې امله د انارو بازار خراب شوی.»
عبدالرحیم وايي، ستونزه یوازې د انارو تر بڼونو محدوده نه ده؛ للمي کښتونه او څړځایونه هم زیانمن شوي او د خلکو د عاید سرچینې یې اغېزمنې کړې دي.
هغه وايي: «د کندهار زیاتره ولسوالیو کې للمي کښتونه، څرځایونه له منځه تللي، خلک له خپلو ځمکو هیڅ حاصل نه ترلاسه کوي، د وچکالۍ دوام په دغه ولایت کې د خلکو ژوند بدتر کړی دی.»
د نوموړي په وینا، د اوبو کمښت یو شمېر خلک اړ کړي چې د خپلو کرنیزو ځمکو او بڼونو د خړوبولو لپاره ژورې څاګانې وکیني. هغه وايي، په ځینو سیمو کې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره تر ۲۳۰ مترو پورې ژورې څاګانې کیندل کېږي.
عبدالرحیم له مرستندویه بنسټونو غواړي چې د اوبو د سرچینو د مدیریت، عصري کرنیزو امکاناتو او د اوبو سپموونکو سیسټمونو د برابرولو په برخه کې له کروندګرو او بڼوالو سره مرسته وکړي.
د ورښتونو کمښت
د وچکالۍ د مخکیني خبرداري نړیوالې شبکې (FEWS NET) د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ د دویمې نېټې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۲۵مې پورې د هلمند او کندهار ولایتونو په ځینو سیمو کې د ورښتونو کچه د اوږدمهاله منځنۍ کچې یوازې له ۳۰ تر ۶۰ سلنې پورې وه، چې دا د معمول په پرتله له ۴۰ تر ۷۰ سلنې کمښت ښيي.
د یادې شبکې د جون میاشتې راپور هم ښيي چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د مې تر ۲۵مې پورې د کندهار په ځینو سیمو کې ورښتونه د اوږدمهاله منځنۍ کچې له ۴۵ تر ۶۰ سلنې پورې وو.
خو د دغې شبکې د معلوماتو له مخې، د مارچ په وروستیو او د اپرېل په لومړیو کې ورښتونو د افغانستان په ځینو سیمو کې د خاورې لندبل زیات کړی او د غنمو د ودې لپاره یې شرایط ښه کړي دي.
کارپوهان د اوبو پر اغېزمن مدیریت ټینګار کوي
د کرنیزو چارو کارپوه شمسالحق وايي، د ورښتونو کمښت او د وچکالۍ دوام د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې پر کرنه، چاپېریال او د خلکو پر ژوند منفي اغېزې کړې دي.
هغه وايي: «متاسفانه د افغانستان سوېلي ولایتونه وچکالۍ او د اوبو کمښت سره مخ دي او دې حالت د خلکو پر کرنه او دغهراز پر چاپېریال ساتنه ناوړه اغېزې کړی، او اړتیا ده چې بزګرانو ته ښه امکانات برابر شي څو وتوانېږي له خپلو محصولاتو سانته وکړي.»
شمسالحق د دغو زیانونو د کمولو لپاره د اوبو د سرچینو سم مدیریت، د عصري کرنیزو طریقو پراختیا او کروندګرو ته د اوبو د اغېزمنې استفادې د امکاناتو برابرول اړین بولي.
هغه ټینګار کوي چې د کرنې اړوند ادارې او مرستندویه بنسټونه باید د څاڅکي اوبولګولو سیسټمونو د پراختیا ترڅنګ، د طبیعي سرچینو او ځنګلونو د ساتنې لپاره هم عملي اقدامات وکړي، څو د کرنیزو ځمکو د تخریب او د حاصلورکوونکې وړتیا د کمېدو مخه ونیول شي.
د طالبانو د کرنې وزارت: د وچکالۍ د اغېزو کمولو هڅې روانې دي
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند، مولوي شیرمحمد حاتمي، اقلیمي بدلونونه او پرلهپسې وچکالۍ د اندېښنې وړ بولي او وايي، دغې ادارې د کروندګرو د ملاتړ لپاره یو شمېر اقدامات کړي دي.
هغه وايي: «اوسمهال د افغانستان زیاتره ولایتونه د وچکالۍ له سختې څپې سره مخ دي چې دا ګواښ په جنوبي ولایتونو کې ډېر دی، هڅه مو کړې د وچکالي مخنیوي لپاره په ټولو ولایتونو کې د سیلابي اوبو لپاره چکډېمونه کړو، د اوبو د څاڅکي سیسټم ترویج کړو او هم داسې تخمونه بزګرانو ته ووېشو چې کمو اوبو ته اړتیا لري.»
خو په ترلاسه شویو څرګندونو کې دا نه ده روښانه شوې چې په هلمند او کندهار کې څومره چکډېمونه جوړ شوي، څو کروندګر د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمونو برخمن شوي او د دغو اقداماتو لپاره څومره بودیجه ځانګړې شوې ده.
په مارجه کې ثوابګل د خپلې بېحاصله پاتې شوې ځمکې ترڅنګ د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو اندېښنه لري. هغه وايي: «د کورنۍ یوولس غړی مو همدې ځمکې ته ناست یو، د ځمکو حاصلات مو د عاید سرچینه وه، زموږ للمو ځمکو تل د باران له برکته حاصل ورکاوه، خو اوس نه باران شته، نه د ځمکو اوبه کولو لپاره اوبه او که باران کېږي هم بې وخته وخت کې کېږي چې د کر وخت نه وي.»