د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د اوبو سخت کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د کچې پرلهپسې ټیټېدو د زرګونو کورنیو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
کابل ښار، چې ویل کېږي شاوخوا شپږ میلیونه نفوس لري، له سختو اوبو کمښت سره مخ دی. هغه اوبه چې اوس هم د خلکو په واک کې دي، ډېری یې ککړې دي او د څښاک لپاره خوندي نه ګڼل کېږي.
د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې ۷۰ کلن اوسېدونکی، نظیفالله، وایي دا سیمه یو وخت د پاکې هوا او پرېمانه اوبو له امله پېژندل کېده، خو اوس یې اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. د نوموړي په وینا، د ډېری کورنیو څاهګانې وچې شوې دي.
هغه وایي، کابل ښاریان اړ شوي چې د خپلو کورونو څاهګانې لا ژورې وکیني، خو هغه کورنۍ چې د نوې څاه د کیندلو وس نه لري، هره ورځ له خپلو ګاونډیانو په سطلونو او بوشکو کې اوبه راوړي.
نظیفالله وایي: «پخوا به د کابل په هره سیمه کې له ځمکې لاندې په لس مترو ژوروالي هم اوبه راوتلې، خو ما اوس په خپل کور کې تر ۹۰ مترو پورې څاه وکېندله، بیا یې هم اوبه ونه کړې.»
د نوموړي په باور، په وروستیو کلونو کې د کابل د نفوس چټک زیاتوالی، پرلهپسې وچکالۍ، د واورو او بارانونو کمېدل، د کرنیزو ځمکو پر استوګنیزو سیمو بدلېدل، د کانالیزاسیون نشتوالی او د شنو سیمو محدودېدل هغه مهم عوامل دي چې د ځمکې لاندې اوبو کچه یې راټیټه کړې ده. د ده په وینا، د دغو ستونزو ترڅنګ د ژورو څاهګانو بېرویه کیندنه هم د اوبو پر زېرمو فشار زیات کړی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې د سلو مترو په واټن کې د دوو څاهګانو د کیندلو اجازه نه ورکول کېده، خو اوس لیدل کېږي چې ان د پنځو یا لسو مترو په واټن کې هم څاهګانې کیندل شوې دي، چې دا کار د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لا ټیټېدو یو مهم لامل ګڼل کېږي.
نظیفالله وایي، د کابل د ځمکې لاندې اوبه تر ډېره په کیمیاوي موادو او بکتریاو ککړې دي او د همدې اوبو د څښلو له امله ډېر خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
هغه زیاتوي: «پخوا دومره ډېرو څاهګانو ته اجازه نه وه. اوس خو په هر کوڅه کې یو یا دوه څاهګانې شته. ګاونډیان هم نور یو له بل سره د اوبو مرسته نه کوي. همدا بېنظمۍ د دې لامل شوې چې د اوبو سطحه ټیټه شي او خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي. که په دې برخه کې جدي اقدامات ونه شي، کابل ښاریان به له لا ستر بحران سره مخامخ شي.»
بلخوا، په کابل ښار کې د اوبو د پېرلو لګښت د ډېرو بېوزلو کورنیو لپاره دروند بار ګرځېدلی دی. ګڼې کورنۍ اړ دي چې د خپل میاشتني عاید یوه لویه برخه یوازې د څښاک اوبو د برابرولو لپاره ولګوي.
د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکی سیدګل هم د اوبو له کمښت شکایت کوي. هغه وایي، د کورنۍ د نورو لګښتونو ترڅنګ هره میاشت له پنځو تر شپږ زرو افغانیو ډېرې پیسې یوازې د اوبو پر پېرلو لګوي.
سیدګل وایي: «په کور کې مو پخوانۍ څاه وه او په ۴۰ مترو کې یې اوبه ورکولې، خو وروسته مو ژوروالی ۱۵۰ مترو ته ورساوه. بیا هم اوبه ژر وچېدې، او اوس نږدې یوه میاشت کېږي چې بیخي وچې شوې دي. هره ورځ د ۴۰ یا ۵۰ افغانیو معدني اوبه اخلو او په هرو دوو ورځو کې د ۲۰۰ افغانیو د ټانکر اوبه رانيسو. په میاشت کې له شپږ زرو افغانیو ډېرې پیسې یوازې پر اوبو لګوو.»
ورته ستونزه د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکي هم تجربه کوي. دوی وایي، په وروستیو کلونو کې د بارانونو کمېدو او پرلهپسې وچکالیو د سیمې د چینو اوبه کمې کړې دي. له همدې امله، ګڼې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل وایي، هغه چینې چې پخوا به یې د خلکو د ورځنیو اړتیاوو لپاره کافي اوبه برابرولې، اوس ډېرې کمزورې شوې دي. د ده په وینا، په ځینو سیمو کې خلک اړ دي چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي.
اجمل وایي: «پخوا به د چینو اوبه ډېرې وې او خلکو به پرته له کومې ستونزې ترې ګټه اخیسته، خو اوس د اوبو کچه په څرګند ډول راټیټه شوې ده. دې وضعیت زموږ ورځنی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.»
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې که بېړني اقدامات ونهشي، ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړه توګه وچې شي.
یونېسف د کابل د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو اصلي لاملونه چټک ښاري کېدل او د اقلیم بدلون بولي. دغه بنسټ د کابل د اوبو کمښت یو بشري ناورین یاد کړی او له اړوندو ادارو او نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دې بحران د مخنیوي لپاره بېړني او عملي اقدامات وکړي.
تر دې وړاندې، ګارډین ورځپاڼې هم په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و، چې کابل د اوبو له یوه جدي او نه جبرانېدونکي بحران سره مخ دی.
د راپور له مخې، په تېره یوه لسیزه کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه شاوخوا له ۲۰ تر ۳۰ مترو پورې راټیټه شوې ده. په ورته وخت کې، له ځمکې لاندې د اوبو ایستل د طبیعي تغذیې له ظرفیت څخه په څرګند ډول زیات شوي، هغه وضعیت چې د اوبو د زېرمو د چټک کمېدو اندېښنې یې لا پسې زیاتې کړې دي.
د کابل اوسېدونکي وایي، که د اوبو د مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د ساتنې او د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره جدي او بېړني اقدامات ونهشي، د ښار د میلیونونو اوسېدونکو لپاره به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لا ستونزمن شي او د اوبو روان بحران به په راتلونکو کلونو کې لا ژور شي.