په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ګڼ شمېر کسان، چې ښځې هم پکې شاملې دي، د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. هغه ښځې چې له دې سزا سره مخ شوې، وایي ستونزې یې له زندان او دُرو وهلو وروسته هم پای ته نه دي رسېدلې او له پیغورونو، بدنامۍ او ټولنیزې انزوا سره مخ شوې دي.
۲۲ کلنه کلثوم مستعار نوم دی. د ټولنیزو نزاکتونو او حساسیتونو له امله یې اصلي نوم او ولایت نه خپرېږي. نوموړې وایي، په ۲۰۲۴ کال کې له یوه هلک سره په عاطفي اړیکه کې وه او دواړو د نکاح نیت درلود.
د کلثوم په وینا، د دواړو کورنیو طالبانو ته هم ویلي وو چې دوی د نکاح لپاره د یو بل د پېژندلو په پړاو کې دي، خو طالبانو ویلي چې د نکاح د خط له نشتوالي سره د دوی لیدل او اړیکه «زنا» ګڼل کېږي.
کلثوم شاوخوا دوه میاشتې د طالبانو په زندان کې وه او وروسته په عام محضر کې ۳۹ دُرې ووهل شوه. د هغې په وینا، د سزا له عملي کېدو مخکې یې له طالبانو وغوښتل چې په عام محضر کې یې ونه وهي، خو غوښتنه یې ونه منل شوه.
کلثوم وایي: «دوه میاشتې د طالبانو په زندان کې وم، بیا یې عام محضر کې ۳۹ دُرې ووهلم. له کله راهیسې چې خوشې شوې یم، کورنۍ مې راسره ښه رویه نه کوي. د زناکارې، بدکارې په نوم مې یادوي.»
نوموړې وایي، په زندان کې له لسګونو نورو ښځو سره هم مخ شوې وه چې په بېلابېلو تورونو نیول شوې وې. د هغې ادعا کړې چې ښځو د وکیل د نیولو او د خپلې قضیې د دفاع فرصت نه درلود.
کلثوم وایي، طالب مسوولانو به ورته ویل چې تاسې باید سزا وویني څو نور خلک ترې «عبرت» واخلي.
«موږ ټینګار کاوه چې عام محضر کې مو مه مجازات کوئ، خو طالبانو ویل چې تاسې باید سزا ووینئ او د ټولنې نور خلک درڅخه عبرت واخلي.»
د عامه سزا اغېز د کلثوم د واده پر امکان هم خپور شوی دی. هغه وایي، څو ځله کسان د نکاح په نیت د دوی کور ته راغلي، خو وروسته له دې چې پوه شوي نوموړې په عام محضر کې په دُرو وهل شوې، له واده یې انکار کړی دی.
د کلثوم په وینا، د عامه سزا وروسته د ښځو لپاره د کورنۍ او ټولنې فشار لا زیاتېږي او بدنامي یې د عادي ټولنیز ژوند امکانات محدودوي.
شازیه، مستعار نوم، یوه کونډه ښځه ده چې وایي د نامشروع اړیکو، بېحجابۍ او له محرم پرته بازار ته د تګ په تور د طالبانو له لوري په عام محضر کې په دُرو وهل شوې ده.
د شازیه په وینا، هغه له خپلې کوچنۍ لور سره د سودا اخیستلو لپاره بازار ته تللې وه چې د امر بالمعروف محتسبینو ونیوله. وروسته زندان ته ولېږدول شوه او څه موده وروسته د نامشروع اړیکو او بېحجابۍ په تور په عام محضر کې د خلکو پر وړاندې په دُرو ووهل شوه.
شازیه وایي، له خوشې کېدو وروسته د تاوتریخوالي، بدنامۍ، پیغورونو او ټولنیز فشار ترڅنګ یې د خپل پخواني ژوند ډېره برخه هم له لاسه ورکړې ده.
هغه وایي: «په افغاني ټولنه کې زموږ په شان ښځو ته ځای نشته دی. خلک راته تحقیري نومونه اخلي او یو ډول په انزوا کې ژوند کوم. د پخوا په څېر له خپلو خپلوانو کره تګ راتګ نشم کولای او ژوند تنګ دی.»
نوموړې وایي، په زندان کې د تورنو ښځو لپاره د قضیې د دفاع او د وکیل د نیولو امکانات هم محدود دي او په ځینو مواردو کې پر ښځو د جرم منلو فشار راوړل کېږي.
«هغه ښځې چې په یوه او بله پلمه نیول کېږي او بیا زنداني کېږي، په ډېر بد وضعیت کې دي، ځکه د قضیې لپاره وکیل نشي نیولای او په ډېرو مواردو کې پرې په جبري ډول یو جرم منل کېږي.»
د حقوقي چارو کارپوهه فوزیه دانش وایي، په عام محضر کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، مجازات کول یوازې د فزیکي سزا تر کچې نه محدودېږي، بلکې کولی شي د هغوی پر ټولنیز ژوند او د کورنۍ له غړو سره پر اړیکو هم اغېز وکړي.
دانش وایي: «عام محضر کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، مجازات کول ښه کار نه دی او دا ډول کړنې په ټولنه کې حساسیتونه راپاروي.»
د ښځو د تجربو تر څنګ، د ملګرو ملتونو شمېرې هم ښيي چې عامه بدني مجازات په افغانستان کې یوه پراخه پدیده ده. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د ۲۰۲۶ کال د مارچ د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱۱۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي چې ۱۷۰ یې ښځې وې. په ۲۰۲۴ کال کې بیا لږ تر لږه ۵۶۷ کسان، چې ۸۷ یې ښځې وې، په همدې ډول مجازات شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په افغانستان کې د ښځو، نجونو او ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې په عام محضر کې د تورنو کسانو د جسمي مجازاتو مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د دغو مجازاتو د صادرولو او عملي کولو په بهیر کې د عادلانه محاکمې د تضمینونو د نه رعایت او د قضایي خپلواکۍ د نشتوالي په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، هغه ښځې چې په عام محضر کې د اخلاقي جرمونو په تور په بدني سزا محکومېږي، له فزیکي سزا وروسته د خپلې کورنۍ او ټولنې له خوا د لا زیات تاوتریخوالي او فشار له خطر سره مخ کېدای شي.