د چمپېنز ټرافي لوبو لپاره ولې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځانګړی لباس ټاکلی دی؟

د افغانستان کرکټ بورډ وایې، چې افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلوونکي چمپېنز ټرافي (اتلانو جام) لوبو ته د غور منار جام تاریخي نښې هم له ځانه سره لېږدوي.
د کرکټ بورډ اجرائیه مشر نصیب خان وایې، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په اوسني لباس په غور کې د تاریخي منار نښې هم ډیزاین شوي دي.
د هغه په خبره د ملي لوبډلې په اسماني رنګه جامو یې ځکه د منار تاریخي جام نښې ډیزاین کړي، چې موخه یې نړیوالو ته د خپلو تاریخي او کلتوري سیمو ورپېژندل او د سولې پیغام رسول دي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې د ملي لوبډلې د دغه لباس ډیزاین په افغانستان کې شوی او یوې هندۍ کمپنۍ جوړ کړی دی.
د معالوماتو له مخې د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام یا چمپېنز ټرافي لوبې د پاکستان په کوربتوب د همدې فبرورۍ مياشتې په ۱۹ مه پيليږي او د مارچ تر ۹ مې دوام کوي.
افغانستان به په خپل ګروپ کې له جنوبي افریقا، استرالیا او انګلېنډ لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي.