ننګرهار کې یوه لیور خپله وریندار وژلې
ننګرهار کې محلي سرچینې وایې چې، د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یو لېور خپله وریندار له نوموړي سره د نکاح نه کولو له کبله په ډزو ډول وژلې ده.
یوې سرچینې ویلي چې دغه پېښه د بهسودو ولسوالۍ اړوند«قلعه خیالي»سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې درې کلونه کېدل چې یاده ښځه کونډه وه او لیور یې غوښتل هغه په زور په نکاح کړي چې، نوموړې ترې انکار کړی او له همدې کبله یې یاده میرمن په ډزو وژلې ده.
بلخوا د ننګرهار امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند طیب حماد هم د یادې پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې، قاتل غوښتل له پېښې وروسته له سیمې وتښتي خو دوی یې په نیولو بریالي شوي دي.
د هغه په خبره نیول شوي کس اوسمهال په امنیه قومندانۍ کې دی چې، په خپل جرم اعتراف کړی او د یادې ښځې د وژلو لامل یې له نوموړي سره له نکاح انکار ښودلی دی.
له دې یوه اوونۍ وړاندې د همدې ولسوالۍ په«دامان»سیمه کې هم یوه ښځه لومړی د خپل خاوند له لوري وژل شوې وه او بیا یې د خواښې له لوري جسد سوځول شوی و.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې، مسوولان یې تر ډېره لاملونه په بدو کې د نجونو ورکړه، د نشه يي توکو کارول، کورني تاوتریخوالي او بې وزلي په ګوته کوي.