طالبانو په هرات کې یو ښوونکی له زنداني کیدو وروسته وژلی
په هرات کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې طالبانو یو ښوونکی له نیول کیدو وروسته وژلی دی.
سرچینو د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې، تېره(سه شنبه،٥ لیندۍ)د دغه ولایت په«باغ مراد»سیمه کې د طالبانو استخباراتو د زلمي سلطان په نامه یو ښوونکی نیولی او زنداني کړی و، چې له څو ورځو بندي کیدو وروسته یې(جمعه،٩د لېندۍ)طالبانو جسد خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د وژل شوي ښوونکي پر بدن له نښو، علامو څرګندیدل چې سخت شکنجه شوی او له شکنجې لاندې یې خپل ژوند بایللی دی.
خو سیمه کې ځینې نورو سرچینو ویلي چې، چې یاد ښوونکي د«ساه لنډۍ، شکرې او زړه»ناروغي درلوده او ګمان کیږي چې هغه د زیات فشار او خفګان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
تراوسه طالبانو د یاد ښوونکي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم د طالبانو په بندي خانو کې د زیاتې شکنجې له کبله د ځینو نورو کسانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي وو.
خو له دې مخکې د طالبانو د زندانونو رییس ویلي و، چې د دوی په زندانو کې هیڅ نه دي شکنجه شوي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه یې بې اساسه بللي و.