طالبانو په افغانستان کې پر ټولنېزو رسنیو محدودیتونه لګولي
یا: افغانستان کې له (وي پي این) پرته خواله رسنیو ته لاسرسی محدود شوی
د افغانستان له ګڼ شمېر ولایتونو څخه سرچینو (آر.ام.میډیا) ویلي، چې طالبانو د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هیواد کې پر خواله رسنیو فیسبوک، انسټګرام، ټیک ټاک، سنېپ چټ او اېکس په څېر رسنېزو اپلیکېشنونو محدودیتونه وضعه کړي او له (وي پي اېن) پرته کار نه کوي.
سرچینو زیاته کړې چې طالبانو له نن سهار راهیسې (چهارشنبه، ۸ د اکتوبر) د ټولنیزو رسنیو د خپرېدونکې منځپانګې د محدودلو لپاره ځانګړي فلټرونه پلي کړي دي.
د سرچینو په خبره له فیلټر ماتونکي (وي پي ان) پرته فیسبوک، انسټاګرام، ټيک ټاک او یو شمېر نورو خواله رسنیو څخه کار اخیستل امکان نه لري او لاسرسی ورته محدود شوی دی.
د سرچینو په وینا د دې محدودیتونو له امله سوداګریز، بانکي او نور دولتي خدمات په ټپه درېدلي او خلکو ته یي پراخې ستونزې رامنځته کړې او توند غبرګونونه یي راپارولي دي.
دغه راز ویل کېږي چې په هېواد کې د ټولو مخابراتي شبکو د انټرنېټ سرعت له ۴ جي او ۳جي څخه ۲جي ته راکم کړای شوی، چې ان د عکس او لیکلو د اپلوډ ظرفیت نه لري.
بل خوا طالبانو هم تایید کړې چې د دوی له لوري د ټولنېزو رسنیو په ځینو برخو محدودیتونه وضعه شوي، خو په دې اړه یي نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د درېیو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې هر ډول انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه بند کړي وو، چې له امله یې اړیکې پرې، کاروبارونه، بانکي خدمتونه، هوايي ډګرونه، ګمرکونه، سوداګرۍ او هر ډول چارې په ټپه درېدلې وې.