له خاموشه کارخونې تر تشو بازارونو: د ډبرلیکنې هنر د زوال په لور

له خاموشه کارخونې تر تشو بازارونو: د ډبرلیکنې هنر د زوال په لور
Photo: RM Media

د کابل په یوه تنګې کوڅه کې د عبدالحق بېنوا د ډبرلیکنې (کتیبه‌لیک) کارخونه چې درنه چوپتیا په کې خپره ده. د نري چاقو غږ چې پخوا د هغه د ورځني ژوند ساز و، اوس په لږه اندازه اورېدل کېږي. پنځوس پنځه کاله هڅې او د څو نسلونو میراث ورو ورو په هېرېدو دی، او استاد یوازې ولاړ دی، هغو ډبرینو لوحو ته ګوري چې څوک یې د اخیستلو لپاره نه راځي.

بېنوا وايي: «د دې هنر بازار کم رنګه شوی څوک نور ورته نه راځي او موږ هم له اقتصادي فشار سره ستړي یو.»

 ده د خپل پلار له مرګ وروسته ددې هنر ژوندي ساتلو  ته دوام ورکړ، هره میاشت به یې لسګونه ډبرینې لوحې پنځولې. د کارګاه دیوالونه لا هم د هغه د تېرو لسیزو یادونه کوي. 

 د جوماتونو کتیبې، د دفتري لوحو نازک لیک او د قرآن کریم آیتونه چې د لاس لیک یې لاهم روښانه کوي.

خو دا روښانتیا د طالبانو له بیا راتګ وروسته ژر مړه شوه. د ښار په بازارونو کې د لاس‌هنر خرڅلاو سقوط وکړ، ډېری کارځایونه یې وتړل شول او ډېری هنرمندان د ژوند د اړتیاوو لپاره د هنر پرېښودلو ته اړ شول.

هغه وایي: «پخوا به مشتریان زیات وو او خلکو به د نمونې او د خپلو دفترونو او او مسجدونو د ښکلا لپاره له مونږ اثار اخیستل خو اوس بازار نه لري او ان خپل لګښتونه هم نشو پوره کولی.»

بېنوا اوس یوازې څلور شاګردان لري هغوی چې کار ته غږ نه لري، یوازې امید لري هغه امید چې دا هنر د دوی نسل کې تمام نه شي. 

نوموړي ویلي که مالي مرسته ورسره وشي، کولای شي نور ځوانان هم وروزي؛ خو د لیکل شویو لوحو لپاره بازار نشتوالی خپله تر ټولو لویه ضربه ده.

په مزار شریف کې د ډبرلیکنې بل زاړه استاد، شریف هدفمند، خپله کیسه هم د همدې کړکېچ یوه بله څېره بولي. هغه له تېرو ۴۱ کلونو راهیسې پر ډبره لیکې تراشلې دي؛ هغه مهال چې د هنر بازار دومره ګرم و چې لسګونه شاګردان ورسره کار کاوه. خو اوس یې د اړتیا له‌مخې، خپل کار ځای یوې کوچنۍ خونې ته راکم کړی.

هغه وایي: «پخوا مې د ژوند ډېره برخې اړتیاوې له همدغې لارې پوره کېدې اوس خلک د پېرلو توان نه لري، او موږ خپله هنر له همدې امله د ورکېدو په سرحد کې دی.»

هدفمند په تېرو کلونو کې، د هېواد په ګڼو نندارتونونو کې ګډون کړی، څو خپل هنر ته ژوند ورکړي؛ خو د بازار نشتوالی او د کلتوري محدودیتونو زیاتوالی د هغه هڅې نیمګړې پرېږدي. 

نوموړی زیاتوي د طالبانو په راتګ سره دې هنر ته د پاملرنې کمېدو له امله ډېری کتیبه لیکونکي له یاد هنره لاس په سر شوي.

هغه وایي: «پخوا راسره له لسو زیاتو شاګردانو کار کاوه او دا هنر یې زده کاوه، خو اوس د زده کوونکو شمېر کم شوی، دا هنر موږ د یو میراث په ډول ژوندی ساتلی او که ملاتړ مو ونشي نو ممکن دا هنر له منځه لاړ شي او د خلکو هېر شي.»

فرهنګي فعالان وايي، د کتیبه لیکونکو د ملاتړ او کتیبه لیکنې هنر په ګډون د ټولو اسلامي او لرغونو هنرونو بیا را ژوندي کولو لپاره باید هڅې وشي.

فرهنګي فعال عابد مومند وايي چې د افغانستان د کتیبه لیکنې تاریخ له اسلامي هنر سره تړلی دی هغه هنر چې د حافظې یوه برخه ده. خو د هنر پر وړاندې د بندیزونو، اقتصادي فشارونو، او د بازار نشتوالي د دې هنر د ودې مخه کلکه نیولې ده.

هغه وایي: «د ټولو برخو هنرمندانو باید ملاتړ وشي او په هره برخه کې باید ورته د کار زمینه برابره شي، زیاتره هنرمندان له اقتصادي ستونزو او دغه راز د کار له بندیز سره مخ دي په کار ده چې دوی ته حل لار پیدا شي.»

په داسې هېواد کې چې تېرو څو لسیزو جګړو یې تاریخي او لرغوني اثار اوسیمې ټوټه ټوټه کړې، د ډبرلیکنې هنر یوازې د ښکلا خبره نه ده—دا د هویت د پاتې شونو خبره ده.