افغان سوک وهونکي خپل سعودي سیال ته ماته ورکړه

د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسیون وایي، افغان سوکوهونکي فردوس نجیبي د اسیا اتلولۍ سیالیو کې خپل سعودي سیال ته په ماته ورکولو سره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
یاد فدراسون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سیالۍ د سریلانکا په مرکز «کولمبو» کې ترسره شوې، چې افغان سوکوهونکي فردوس نجیبي په ۸۰ کیلوګرام وزن کې خپل عربستاني سیال ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار ومومنده.
خبرپاڼې زیاته کړېنجیبي په دغو سیالیو کې وروستي پړوا ته لار پیدا کړه او د سرو زرو مډال ګټلو ته یو بل قدم هم ورنږدې شو.
د همدې سیالیو کې بیا یو بلافغان سوکوهونکي عبدالله بهیر قیومي په ۸۶ کیلو ګرامه وزن کې په نیمه پایلوبه کې له خپل هندي سیال څخه ماته وخوړه او له مخکې تګ څخه پاتې شو.
د مالوماتو له مخې د اسیا اتلولۍ سیالۍ د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو کې پېل شوي چې د افغانستان د پنځو لوبغاړو په ګډون په کې د ۲۵ هیوادونو لوبغاړو برخه اخېستې ده.