په کارځای کې نابرابري؛ د هغو ښځو کیسه چې د تبعیض له امله یې دندې پرېښي

په کارځای کې نابرابري؛ د هغو ښځو کیسه چې د تبعیض له امله یې دندې پرېښي
Photo: RM Media

د آر. ام. میډیا ځانګړی راپور

په افغانستان کې ښځې یوازې په محدودو برخو کې د کار اجازه لري، خو هغه ښځې چې د دندې موندلو بریا لري هم د تبعیض، جنسي ځورونې او دوه‌ګوني چلند سره مخ دي. ډیری یې د دندې له لاسه ورکولو له وېرې چوپ پاتې کیږي، خپل حقونه نه شي غوښتلی، او هره ورځ د رواني فشار، ناانډولۍ او محدودیتونو سره مخ کیږي. دا وضعیت نه یوازې د ښځو شخصي ژوند اغېزمنوي، بلکې د هغوی د مهارتونو او استعدادونو وده هم له خطر سره مخ کوي.

زحل میرخېل، د کابل ۳۰ کلنه اوسېدونکې چې په یوه خصوصي بنسټ کې کار کوي، وايي په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض شتون لري. هغې څرګنده کړه چې ښځې په کاري چاپېریال کې له جنسي ځورونې او بېلابېلو نابرابریو سره مخ دي او له دندې د ګوښه کېدو له وېرې یې اړ کړي چې چوپتیا غوره کړي.

زحل وايي: «ما په دولتي او خصوصي دواړو ادارو کې کار کړی، خو ښځو ته هیڅ پاملرنه نه کېږي او له جنسي ځورونې سره مخ دي. ډېری یې هیڅ نه شي ویلای ځکه د دندې له لاسه ورکولو وېرې سره مخ دي او هر څه یې زغملي دي.» 

هغې زیاتوي چې په تصمیم نیولو کې ښځې د خپلو نارینه همکارانو په پرتله حق نه لري او په مهمو پروګرامونو کې هم ګډون نه شي کولای. د هغې په باور، دا تبعیض اصلي لامل په افغانستان کې نرواکي ده.

«ښځو ته په ادارو کې په سپک نظر کتل کېږي. زموږ په اداره کې نارینه کارکوونکو ته زیات پام کېږي. حتی اداري غونډې چې ترسره کېږي ښځې پکې نه وي او پرېکړې زموږ د ګډون پرته کېږي.»

کلثوم، د ننګرهار ۲۶ کلنه اوسېدونکې او د حوزوي روغتون قابله، هم په خپل کار ځای کې ترخه تجربې لري. هغه وایي، د کورنۍ د اقتصادي ستونزو، د دندو کمښت او له کار څخه د شړلو د وېرې له امله د تبعیض پر وړاندې ډېر کله چوپ پاتې شوې. 

«د دندې پرمهال د نارینه ډاکترانو او طالب مسوولانو له لوري په یوه او بله پلمه ځورول کېږم، څه موده مخکې راته یو طالب مسوول وویل، ځوانه نجلۍ یې په کور کې کېښنه پر دنده څه کوې، ځینې راته وایي چې له ما سره واده وکړه او نورې سپکې سپورې خبرې راته کېږي، که شکایت کوم له دندې ګوښه کېږم او کنه دلته ژوند سخت دی.»

نوموړې په ټینګار سره وایي، کاري چاپېریال کې له جنسي ځورونې، توهین او تبعیض له دومره زیات تبعیض سره مخ ده چې له امله اړ شوې د نده پرېږدي. «که مې له دندې د کورنۍ دعاید بله سرچینه درلودی نو اوس به مې دنده پرېښې وه، هره ورځ پر ښځو د کار ساحه تنګېږي اخیر څه وکړو؟»

د لغمان اوسېدونکې هنګامه چې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده هم په کاري چاپېریال کې له دوه ګوني چلند شکایت کوي.

هغه وایي، په ادارو کې د مسوولانو له لوري د خبرو پرمهال د ښځو تحقیر او ناوړه چلند، د پرمختګ د فرصتونو محدودول او وړتیاوو ته نه‌پام، رواني او قزیکي خشونت هغه اساسي ستونزې دي چې له امله یې ځینو ښځینه کارکوونکو خپلې دندې پرېښي دي.

هغه وایي: «په کاري چاپېریال کې ښځې له زیات محدودیت او تبعیض سره مخ دي، ځکه ښځې هیڅکله نه شو کولی خپله ستونزه څرګنده کړي، ځکه که خپل حق وغواړو او د شته ستونزو په اړه شکایت وکړو نو کېدای شي له دندو ګوښه شو.»

د ښځو فعاله نفیسه وردګ په دې باور ده چې په کارځای کې ښځو ته نه پاملرنه رواني ستونزې، بې‌انګېزګي، خپګان او ناامیدي رامنځته کوي.

هغې وايي: «متأسفانه په ادارو کې نجونې نه د استعداد پر اساس، بلکې د ښایست پر اساس ګمارل کېږي. دا د دې لامل کېږي چې ښځې د زده‌کړو او مهارتونو هڅه کم کړي او په کاري چاپېریال کې له جنسي ځورونو سره مخ شي.»

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې توپيري چلند، د نرواکې دودونه، د کورنیو اقتصادي ستونزې، د دندو کمښت او ټولنیز محدودیتونه هغه ستونزې دي چې افغان ښځې ورسره مخ دي.