د افغانستان ختیځ زلزله ځپلي: طالبان بشري مرستې پر خپلو پلویانو وېشي
څو سرچینې له هغو کورنیو څخه چې د روان کال د سنبله په میاشت کې په ننگرهار او کنر ولایتونو کې د زلزلې له امله زیانمن شوي دي، (آر.ام.میډیا) ته ویلي، چې طالبان د زیانمنو کورنیو لپاره د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي او زیاتره مرستې د خپلو پلویانو ترمنځ وېشي، په داسې حال کې چې ډېرې مستحیقې او اړمنې کورنۍ بې مرستې پاتې دي.
زلزله چې د ۶.۰ څخه تر ۶.۲ ریشتر درجې ځواک یې درلود، د ۱۴۰۴ کال د سنبله په ۹مه ماښام د افغانستان ختیځ سیمې ولړزولې، په ځانګړي ډول په کنر او ننگرهار ولایتونو کې پراخ ځاني او مالي زیانونه رامنځته کړل. د لومړنیو راپورونو له مخې، تر اوسه پورې له ۲,۲۰۵ څخه ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۳,۶۴۰ ټپيان ثبت شوي دي.
احسانالله ۴۰ کلن (نوم مستعار) د کنر ولایت د نورګل ولسوالۍ د «مزار درې» اوسېدونکی دی. هغه په زلزله کې د خپلې کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي او د پاتې غړو سره تر اوسه د زلزله ځپلو کسانو په کمپ کې ژوند کوي.
«څو میاشتې کېږي چې په کمپ کې په خېمه کې ژوند کوو. هغه وعدې چې طالبانو د کورونو د جوړولو او ملاتړ په اړه راکړې وې، هیڅ یوه یې عملي شوې نه ده.»
احسانالله د بشري مرستو د وېش پر طریقه انتقاد کوي: «ټولې نغدي او بشري مرستې چې د زلزله ځپلو کسانو په نوم وېشل شوي، طالبان په کې مداخله کوي او اکثره یې د خپلو یا د پلویانو ترمنځ وېشلي دي. د همدې لاسوهنې له امله، ډېر خیریه بنسټونه خپلې مرستې بندې کړې دي.»
هغه زیاتوي چې د طالبانو ځېنې چارواکي یوازې د تبلیغ لپاره راځي او رسنیو ته عکسونه اخلي، خو هیڅ عملي ملاتړ نه کوي. هغه وایي، کله کله طالبان ځان د زلزله ځپلو کورنیو په منځ کې ځای پر ځای کوي ترڅو له مرستو ناوړه ګټه پورته کړي.
احمد ساپی (نوم مستعار)، د کنر د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی، هم د محلي طالبانو پر چارواکو نیوکه کوي او وايي چې تراوسه یې هېڅ ډول مرسته له بېځایه شویو سره نه ده کړې او هغه مرستې چې د مرستندویه بنسټونو لخوا کېږي، په منظم او عادلانه ډول وېشل شوې نه دي.
هغه وايي، طالبان په عملي توګه د اړمنو کورنیو د ثبت په پروسه کې شتون لري او پر محلي کارکوونکو په فشار سره، د خپلو غړو او خپلوانو نومونه د مستحقینو په فهرست کې شاملوي او له اړمنو «حق» اخلي.
«د مرستو په وېش کې بینظمي طالبان جوړوي، ځکه دوی په هر څه کې برخه غواړي چې بنسټونه یې نه مني. مرستې د زلزله ځپلي کسانو په نوم د قومي مشرانو په مشوره طالبانو ته ورکړل شوي، په داسې حال کې چې مستحقې کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»
پر کونړ سربېره د ننگرهار ولایت د درهنور ولسوالۍ کې هم زلزلې ډېر کورونه له منځه وړي او شتمنۍ یې ویجاړې شوې دي.
ذاکر (نوم مستعار)، د درهنور د «املې» سیمې اوسېدونکی، وايي چې د بشري مرستو ډېره برخه د محلي طالبانو په مداخلې د دوی د پلویانو او د دوی د کورنیو ترمنځ وېشل کېږي. هغه زیاتوي چې خلک له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او طالبان د خلکو سره د همکارۍ پر ځای، هڅه کوي د خپلو غړو او خپلوانو جیبونه ډک کړي.
«په درهنور کې، ځینې کسان د زلزله ځپلو کسانو په نوم مرستې ترلاسه کړي چې اصلاً د دې ولسوالۍ نه وو، خو د طالبانو سره یې اړیکې درلودې. د مرستو د وېش له پیل سره، ډېر طالبان سرتیري چې د ولسوالۍ اوسېدونکي نه وو، دلته راغلي دي.»
ذاکر وايي چې د طالبانو هغه مشران چې د مرستو په وېش کې پراخه ونډه لري، اوږده فهرستونه جوړوي او د محلي بنسټونو کارکوونکو ته یې ورکوي ترڅو د مستحقینو په توګه ثبت شي. کارکوونکي د دې فهرستونو د ردولو صلاحیت نه لري.
«موږ څو ځله شکایت کړی، خو مسؤلینو وویل که طالبان په فهرست کې شامل نه کړو، د وېش اجازه نه ورکوي، نو مجبور یو چې هغوی ته برخه ورکړو.»
سهارگل، ټولنیز فعال هم تاییدوي چې د طالبانو محلي چارواکي په کنر، ننگرهار او لغمان کې د زیانمنو کورنیو پر ځای مرستې ترلاسه کوي. سربېره پردې، د دې ډلې جګړهماران او پلویان له نورو ولایتونو او ولسوالیو د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راځي.
«کله چې موږ د خیریه بنسټ په مرسته په کنر کې مرستې وېشلې، خلکو راته وویل، چې طالبان د هلمند، ارزګان او کندهار ولایتونو څخه د زلزله ځپلو کسانو په نوم مرستې ترلاسه کوي او څوک یې مخنیوی نه کوي. بیا دغه مرستې په بازار کې پلورل کېږي.»
سهارگل زیاتوي چې په دې وضعیت کې، خلک کله ناکله مجبورېږي چې د نوم لیکنې لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي یا ترلاسه شوې مرستې نیمایي له طالبانو سره ووېشي.
د راپور د چمتو کولو پر مهال، موږ هڅه وکړه چې د خیریه بنسټونو او نړيوالو مؤسسو مسؤلینو او دغه راز په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د طالبانو د والیانو او ویاندویانو هم نظر واخلي، خو دوی له تبصرې ډډه وکړه.
له دې مخکې د امریکا ځانګړي څارونکي ادارې (سیګار) راپور ښيي، په داسې حال کې چې افغانستان خلک له پراخه بشري ناورین سره مخ دی، طالبان د غیر دولتي مؤسسو په فعالیتونو او د بشري مرستو په پروسه کې لاسوهنې زیاتې کړي او د هغوی پر وړاندې خنډونه جوړوي.