د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ کوي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۷ کال د «اسیا د ملتونو جام» د مقدماتي سیالیو په دریم پړاو کې له پاکستان سره دوه مهمې لوبې ولري.
له یاد فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا لوبې چې افغانستان یې کوربتوب کوي د روان کال د تلې میاشتې په ۱۷مه او ۲۲مه نېټه په پاکستان کې ترسره کېږي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د یادو حساسو سیالیو لپاره د ۲۴ لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی. په دې نوملړ کې شریف محمد لوبډلمشر، اویس عزیزی، محبوب حنیفي، ذوالفقار نظری او رحمت اکبري شامل دي.
د یادونې وړ ده چې افغان فوټبال لوبډلې له دې وړاندې په ورته مهمو سیالیو کې له سوریې او میانمار پر وړندې دوه ماتې منلي او اوسمهال د پنځو لوبډلو په جدول کې د یو امتیاز په لرلو سره درېیم مقام لري، خو پاکستان بیا په څلورم مقام کې قرار لري.