پر کتابونو بندیزونه: د مونوګراف او تیزس لیکلو علمي منابع کمې شوي

پر کتابونو بندیزونه: د مونوګراف او تیزس لیکلو علمي منابع کمې شوي
Photo: RM Media

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د ځینو هغو کتابونو پر چاپ، واردولو او پلورلو بندیز لګول شوی، چې طالبان یې د «ملي ګټو خلاف، د دین ضد، د ذهنونو د تخریبولو او پروپاګند» بولي.

اوس يو شمېر هغه محصلين چې د پوهنتون په وروستي سمستر کې دي او د ليسانس د مونوګراف او د ماسټرۍ تیزس په ليکلو بوخت دي د خپلو تحصیلي څیړنو د ليکلو لپاره علمي سرچينو ته له نه لاسرسي شکايت کوي.

د کابل پوهنتون د ژونالېزم پوهنځي د درېم کال محصل عرفان الله څراغ وایې، چې په دې وروستیو کې د طالبانو یو کمېسیون د «غیراسلامي» محتویاتو په پلمه زرګونه کتابونه له کتاب پلورنځیو راټول کړي چې دې چارې نه یوازې د کتاب لوستنې فرهنګ کم رنګه کړی، بلکې زده کړیالان یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په خبره هغه محصلین چې تازه له پوهنتون فارغیږي د مونوګراف لپاره د ماحذونو د پیدا کولو په برخه کې نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا طالبانو دا کتابونه په ټولو ولایتونو کې له کتاب پلورنځیو د «ملي ګټو خلاف، د دین ضد، د ذهنونو د تخریبولو او پروپاګند» په پلمه راټول کړي دي.

د هغه په وینا د کتابونو هغه نوملړ چې بندیز پرې لګېدلی په کې د محصلینو لپاره مهم کتابونه هم شامل دي چې نشتون یې د هغوی تدریسي بهیر ټکنی کړی دی.

څراغ زیاتوي: «که څه هم اوس د لوستو ځوانانو علاقه له کتاب سره کمه شوې، ځو هغه محصلین چې مونوګراف لیکي ماحذونه یې نه پیدا کیږي ځکه طالبانو په زیاتره سیاسي، فرهنګي او اجتماعي کتابونو بندیز لګولی او په بازار کې نه پیدا کیږي چې چارې هم د مطالعې فرهنګ کم رنګه کړی دی.»

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د ماسترۍ دورې محصل محمد هاشم وصال وایې، هغه سرچينې چې په تېر سمستر کې يې لارښود استاد ته په خپل پروپوزل کې وړانديز کړې وې، اوس په کتاب پلورنځيو کې نه پیدا کیږي چې دې چارې اندېښن کړی دی.

وصال زیاته کړه: «زما د تیزس موضوع "افغانستان کې د ښځینه لیکولانو پنځونه" ده، په دې برخه کې غوښتل مې چې د ښځینه شاعرانو او لیکولانو کتابونه د ماحذ په ډول په خپل تیزس کې وکاروم، خو له یوې میاشتې راهېسې د کتابونو په پیدا کېدو نه یم بریالی شوی ځکه ټول کتابونه یې راټول کړي دي.»

که څه هم طالبانو د یو شمېر کتابونو په پېر او پلور بندیز لګولی خو يو‌شمېر ځوانان بيا خپل د خوښې مطالب په انټرنيټي سايټونو او ټولنيزو رسنيو کې لټوي.

له دې ډلې یې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو زده کړیال رحمان‌الله ساپی دی هغه وایې پر په دې وروستیو کې یو شمېر سیاسي کتابونه په بازار کې نه موندل کیږي او لامل یې د طالبانو له لوري پر ځینو کتابونو محدودیت یادوي.

هغه خپلې راتلونکې ته اندېښمن دی او له ځوانانو غواړي چې رامنځ ته شوې ستونزې وزغمي او د ځان په ګټه ترې استفاده وکړي.

رحمان‌الله ساپی زیاتوي: «هو! زیاتره سیاسي او نورو برخو کې کتابونه په ښار کې نه پیدا کیږي او لامل یې بندیز دی، نو بیا مونږ مجبوره یو چې د انټرنیټ په مرسته انلاین کتابونه ډانلوډ کړو او بیا یې مطالعه کړو، خو په دې کتابونو هم لګښت زیات راځي په کار ده چې پر کتابونو بندیز لغوه شي.»

په ورته وخت کې د پوهنتون استاد فقرالله همت هم مني چې د کتابونو هغه نوملړ چې طالبانو پرې بندیز لګولی په کې داسې مهم کتابونه هم شته، چې نشتون یې محصلین له ستونزو سره مخ کړي او په تدریسي بهیر یې منفي اغیز کړی دی.

د هغه په خبره څومره چې کتابونو ته لاسرسی محدودیږي، د علمي اثارو  لیکل به هم کم شي او کتابونو ته د ځوانانو د لاسرسي په کمیدو سره به علمي څیړنو ته د راتلونکو نسلونو لاسرسی کم شي او دا به د ذهني ودې او د ځوانانو د شعور سطحې ښکته کیدو لامل شي.

همت زیاته کړه: «هغه کتابونه چې بندیز پرې لګول شوی د بېلابېلو پوهنځیو لپاره کتابونه هم شامل دي، چې اوس په بازار کې نه پیدا کیږي او محصلین اړ دي چې له انټرنیټ یې ترلاسه کړي خو ټول محصلین بیا انټرنیټ لاسرسی هم لري؛ نو دا حالت د محصلینو پر روان منفي تاثیرات لري.»

بلخوا په مزر شریف ښار کې د کتاب پلورنځيو مسوولان وايي، چې د تېر په پرتله يې د کتابونو پېر او پلور ۹۰ سلنه راکم شوی دی.

په مزار شریف کې د یو کتاب پلورنځي مسوول محمد جواد نبي‌زاده وایې، د طالبانو یو کمېسیون د څه دپاسه ۴۰۰ عنوانه کتابونو لېست ورکړی چې په چاپ، پېر او پلور یې بندیز لګېدلی دی.

د هغه په وینا دا مهال پر خپروندویه ټولنو او کتاب پلورنځیو د طالبانو څار تر بل هر وخت زیات شوی دی.

نبي‌زاده زیاته کړه: «ټولو کتاب پلورونکو ته امر شوی چې د هغه کتابونو پېر او پلور ترسره نه کړي چې د ملي ګټو او اسلام خلاف وي، دې چارې د کتابونو د پلور بازار هم پیکه کړی او کاروبارونه په ټپه درېدلي دي، ځکه اوس ټول کتاب پلورنځیو کې دیني کتابونه دي چې مینوال یې کم دي.»

د مالوماتو له مخې هغه کتابونه چې طالبانو له کتاب پلورنځیو او کتابتونونو راټول کړي دي، د جګړې او سولې، ډیموکراسۍ، دولت جوړونې او تاریخ اړوند مسایل پکې شامل دي او پر دې سربېره، طالبانو د ۷۸ نورو کتابونو نوملړ کتاب پلورونکو ته سپارلی او سپارښتنه یې ورته کړې، چې واردات او پلور یې منع دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم طالبانو پوهنتونونو او دولتي ښوونځيو ته امر کړی وو، چې خپل کتابتونونه له هغه کتابونو خالي کړي چې د دوی خلاف او پر ضد یې خپاره شوي او پر ځای یې د «سیرت» کتابونه ځای پر ځای کړي.