بالیوډ ته د افغان سندر غاړې سیتا قاسمي سفر

بالیوډ ته د افغان سندر غاړې سیتا قاسمي سفر
Photo: Sita Qasemi Facebook Profile

یوې نوم وتې افغان سندرې غاړې، سیتا قاسمي په لومړي ځل دیوه هندي فلم کې له پاره سندره ویلې.

قاسمي وایې هیڅ یې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به هندي فلم کې سندره وایې. دې ځای ته رسیدل یې د ژوند له یوه له سترو هیله څخه وه.

قاسمي وویل:«ماته پېشنهاد وشو چې د «چاوا» په نامه په یوه هندي فلم لپاره سندره ووایم، هغه فلم چې په فیبرورۍ کې خپور شو او خلکو یې زیات هرکلی وکړ، هیڅ باور نه کېده ځکه زیات مشهور سندرغاړي لري چې ډیر زیات مشهور او آن ګڼ افغان مینوال لري.»

سیتا قاسمي زیاتوي د «چاوا» فلم کېسه د هند یوه له ریښتنیو تاریخي کېسو څخه ده او په دغه فلم کې یې د هند مشهور موسقیار اې.ار. رحمان په غوښتنه سندره ویلې ده.

هغه واېې درې کلونه وړاندې یې د هند د موسیقۍ له مشهور استاد آی.ار. رحمان سره لومړنۍ همکاري د پښتو شعر «زما غږ واوره جهانه» په دکلمې پیل شوه.

 د سیتا قاسمي دغه کار ځېنې افغان سندرغاړي او مینوال په نړیوالو سینماګانو د افغان هنرمندان د پیاوړي حضور لپاره یو ستر ګام بولي.

موسیقي د هنر په نړۍ کې هغه پاتې کېدونکی او خوږ غږ دی چې له ذهنه سرچینه اخلي او د اورېدونکو په زړونو کې ځای خپلوي.

 خو په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېډو سره دغه پاتې کېدونکی هنر څنډې ته کړی او د دې هنر پر مخ یې سیوری غوړولی دی.