طالبانو په هلمند کې یو دیني عالم د نجونو د زده کړو په محرومیت له نیوکې کولو وروسته نیولی

طالبانو په هلمند کې یو دیني عالم د نجونو د زده کړو په محرومیت له نیوکې کولو وروسته نیولی
Photo: Social Media

په هلمند کې ځایي سرچینې وایې، چې د طالبانو استخباراتو یو دیني عالم مولوي بشیراحمد حنفي چې له زده کړو څخه د نجونو پر محرومیت یې نیوکه کړې وه، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو استخباراتو نوموړی له خپل کور څخه بیولی او د څو ورځو په تېرېدو لا کور ته نه دی ستون شوی او لاهم په زندان کې دی.

 د سرچینو په خبره دغه ديني عالم د طالبانو استخباراتو له لوري له هیواده بهر رسنیو سره د افغان نجونو د زده کړو په محرومیت له نیوکې کولو وروسته نیول شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس مولوي بشیراحمد حنفي د مصر په الازهر پوهنتون کې د دوکتورا کچې محصل دی او په سویلي حوزه کې د پيژندل شوو ديني عالمانو څخه ګڼل کیږي.

طالبانو تراوسه د یاد دیني عالم د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د مولوي حنفي په ګډون شپږ دیني عالمان د طالبانو استخباراتو له خوا يې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بنديزونو او محدوديتونو په اړه د نیوکو له امله نیول شوي دي.

د دې عالمانو له ډلې یې دیني عالم او د دیني او جهادي ارزښتونو د ساتنې شورا پخوانی مشر عبدالقادر قانت او دیني عالم مولوي عبدالعزیز شجاع په کابل ، مولوي عالم محسن الله په ننګرهار کې، مفتي عبدالشکور حنیف په کندز، عالم مولوي سیف‌الله په پنجشېر او مولوي اسدالله مسرور په کونړ ولایت کې نیول شوي او له څه وخت زنداني کېدو وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.

بلخوا د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو یوې محکمې افغان خبریال حمید فرهادي په دوه کاله بند محکوم کړی دی.

یاد سازمان ویلي چې فرهادي د طالبانو پر خلاف د «تبلیغاتو» او له یوې بهرنۍ رسنۍ سره د همکارۍ په تور نیول شوی او په دوه کاله بند محکوم شوی دی.

اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو فرهادي د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې په کابل کې ونیوه او د سپټمبر پر ۱۹ د طالبانو د یوې محکمې له لوري په دوه کاله بند محکوم شوی دی.

اعلامیې زیاته کړې چې نوموړی د روان ۲۰۲۵ میلادي کال د مارچ پر ۲۸ له کوم وضاحت او مخکینۍ خبرتیا پرته د کابل له پلچرخي زندان څخه باګرام ته انتقال شوی.

 د بښنې نړیوال سازمان د فرهادي د ژر خوشې کېدو سربېره د نوموړي د روغتیایي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې، له حمید فرهادي سره د طالبانو له لوري د پلټنې پر مهال ناسم چلند شوی او له همدې امله یې رواني روغتیا اغېزمنه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اوونۍ په تخار ولایت کې درې خبریالان نیولي چې لا تراوسه په زندان کې دي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هېواد کې د رسنیو کړکېچن وضعیت لامل شوی چې خبریالان خپلې دندې له لاسه ورکړي او بهر ته کډوال شي.