طالبانو په پکتیا کې ۲۶۷ کلیوالي ټولګي تړلي

طالبانو په پکتیا کې ۲۶۷ کلیوالي ټولګي تړلي
Photo: Social Media

د طالبانو تر ولکې لاندې د پوهنې وزارت په پکتیا ولایت کې ۲۶۷ سیمه ییز ټولګي تړلي دي چې له امله یې شاوخوا ۱۱،۸۰۰ ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.

یوې ځایي سرچینې ویلي چېدغه ټولګي د وایفا موسسې (WAIFA) په همکارۍ پرمخ وړل کېدل او د دغه ولایت په شرنه، برمل، ګیان، زېړوک، نکه، سروبي، ارګون، سرحوضه، مټاخان، زرغون، جانخېل، یوسف خېل او یحیی خېل ولسوالیو کې فعال وو.

سرچینې زیاته کړې چې د تړل شویو ټولګیو تعلیمي لوازم په هره سیمه کې دیني مدرسو ته لېږدول شوي چې دې چارې خلک اندېښمن کړي دي.

ویل کیږي چې په یادو ټولګیو کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۱۱،۸۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت وو، چې په دې کړنې سره له زده کړو بې برخې او بې سرنوشته پاتې شوي دي.

د معالوماتو له مخې دا ټولګي له څو کلونو راهیسې د هغو ماشومانو لپاره یوازینۍ د زده‌کړې وسیله وه چې له رسمي ښوونځیو څخه لرې اوسېږي یا هلته د خوندیتوب شرایط نه لري. ډېری زده‌کوونکي نجونې وې، چې اوس یې راتلونکی د د طالبانو د پریکړو قرباني شوی دی.

طالبانو له دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په سلګونه کلیوالي ښوونځي تړلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د عصري زده کړو پر ځای پر دیني زده کړو تمرکز زیات کړی چې دا چاره به هیواد له سختو ننګونو سره مخ کړي.