هرات کې د «کوفي لیک» اثارو څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو

په هرات ولایت کې د فرهنګي فعالانو او د دغه ولایت د خطاطانو انجمن په همکارۍ، د «قلم ځلا» تر سرلیک لاندې د «کوفي خط» لومړنۍ نندارتون جوړ شو.
د نندارتون یو تنظیموونکی سید شمس الدین نوري زاد وایې، په دې نندارتون کې ۴۵ هنري اثار د «کوفي خط» په بېلابېلو سبکونو، په ځانګړي ډول د لومړي هجري قرن دودیز سبکونو، نندارې ته کېښودل شوي او په وینا یې دا اثار د درې کلونو هنري هڅو او څېړنو پایله ده.
نوري زاد د دغه نندارتون له جوړېدو موخه د لومړي هجري قرن وتلي خطاط، استاد محمودبن اسحاق شهابي درناوی او د کوفي خط هنر د اوسني ځوان نسل ترمنځ بیا راژوندي کول دي.
د نوموړي په وینا دا نندارتون د هرات په علامه صلاحالدین سلجوقي تالار کې جوړ شوی او د څلورو ورځو لپاره به دوام وکړي او هڅې یې پیل کړي د هنرمندانو او فرهنګي فعالانو په ملاتړ د دا شان نندارتونونو لړۍ دوامداره وساتي او نورو سیمو ته یې هم وغځوي.
د جوړ شوي نندارتون یوشمېر ګډونوال د ځوانانو هڅولو او د تاریخي اثارو پېژندلو په برخه کې د دا ډول نندارتونونو ترسره کېدل مهم بولي او پر دوام ټینګار کوي.
هرات کې داسې حال کې د «کوفي خط» لومړنی نندارتون جوړېږي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځل واکمنېدو وروسته د هنر ډګر له رنګ، غږ او حرکت نه بېبرخې شوی دی. افغانستان د موسیقيوالو، تیاترانو، سینماګرانو او انځوګرانو لپاره نور د الهام او تخلیق کور نهدی. افغان هنرمندان وايي، چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ننه دوی د وېرې، بېوزلۍ او چوپتیا په یوې تنګې فضا کې ژوند کوي.