دودیزه حکاکي؛ د افغانانو تاریخی صنعت په رکود کې دی

دودیزه حکاکي؛ د افغانانو تاریخی صنعت په رکود کې دی
Photo: RM Media

په افغانستان کې د لرګیو حکاکي له لرغونې او مشهور صنعت څخه ده. دغه هنر چې د خلکو په منځ کې د «ټوکايي» په نوم هم پېژندل کېږي، لا یې هم د مینوالو په منځ کې خپل ځانګړی ځای ساتلی دی.

 ۵۸ کلن ابراهیم له تېرو ۳۳ کالو څخه زیات په دې حرفه کې کار کړی، هڅه کوي چې دغه دودیز هنر ژوندی وساتي. هغه د ورځې زیات وخت د لرګي پرې کولو او د ماشین تر شا تېروي ترڅو د لرګیو وسایلو په جوړولو سره د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه پوره کړي. خو، د هغه په وینا، د عصري وسایلو راتګ ددې سبب شوی چې د لرګیو نقشونه او ډیزاینونه په ماشیني او چټک ډول جوړ شي، او همدا موضوع د لاس جوړو شویو کارونو ارزښت کم کړی دی.

هغه وایي: «پخوا د حکاکۍ علاقمندان ډېر وو، ځکه موږ د مېوه دانۍ، زاړه لوښي، د مېز تختې، د هندارې چوکاټونه او نور زینتي وسایل په لاس جوړول. خو اوس عصري ماشینونه راغلي دي او همدا سبب شوی چې د دې هنر ارزښت کم شي.»

ابراهیم زیاتوي چې د ګلونو او دودیزو نقشونو په لاس رسمول په لرګي کې اوونۍ یا حتی میاشتې وخت نیسي او د لوړ دقت اړتیا لري، خو وروستی محصول له ښکلا او مادي ارزښت له پلوه غوره دی. هغه وایي چې دغه هنر لا هم د فرنیچر، دروازو او کړکیو په جوړولو کې کارول کېږي، خو تر ټولو زیات محبوبیت یې په زینتي وسایلو لکه د مېوې لوښي، د هندارې چوکاټونه او د مېز تختو جوړولو کې دی.

ابراهیم خبرداری ورکوي که د کورنیو تولیداتو او په ځانګړې ډول د دودیزو صنایعو ملاتړ و نه شي، نو دا هنر به د نابودۍ له ګواښ سره مخ شي.

څو تنه صنعتګر وایي چې پخوا یې زده کوونکي ډېر لرل، خو اوس د دوی د کار بازار کمزوری شوی او د دې صنعت راتلونکې ناڅرګنده ده.

د حکاکۍ صنعتي توکو جوړولو په یوه کارخونه کې، عبدالظاهر د لرګیو د سطحې سمولو، لرګیو پالش کولو مسؤل دی. هغه وایي: «نقاشي ځانګړې وسایل لري او لا هم ډېر کارونه په دودیز ډول ترسره کېږي. د لاس جوړ شوي محصولات د لږ لرګي مصرف سره، له ډیزاین او ښکلا له پلوه غوره دي، او ډېر خلک دا د خپلو دوستانو او خپلوانو لپاره ډالۍ په توګه بهر ته لېږي.»

عبدالظاهر زیاتوي: «د هغو وسایلو هر یوه قیمت چې موږ په لاس جوړوو، د ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ افغانیو پورې دی. ډېری خلک دا د ډالۍ لپاره اخلي، ځکه پوهېږي چې د لاس کار بل ډول ارزښت لري.»

د دې حرفه صنعتګر وایي چې هڅه کوي دغه هنر راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي. سره له دې چې په افغانستان کې د حکاکۍ صنعت اوږده مخینه لري، د بهرنیو صنعتي محصولاتو واردات د دې صنعتي هنر بازار د رکود سره مخ کړی دی.