زابل کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

زابل کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو
Photo: Social Media

په زابل کې د «ملي تولیداتو لومړنی نندارتون» په نوم د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانېستل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.

د نندارتون یو سمبالوونکی تسل خان وایې، دا لومړی ځل دی چې په زابل کې د افغانستان د ملي تولیداتو د پراختیا او بازارموندنې په موخه نندارتون جوړېږي.

د نوموړي په وینا، په دې نندارتون کې ۴۲ خصوصي شرکتونو ګډون کړی چې موخه یې کورنیو تولیداتو ته د ښه بازار پیدا کول او دغه راز د تولیدي شرکتونو ترمنځ همغږي او پېردونکو ته د کورنیو تولیداتو ښودل دي.

تسل خان زیاتوي:«دا لومړی ځل دی چې په زابل کېد افغانستان د داخلي تولیداتو د پراختیا او بازارموندنې لپاره ملي نندارتون جوړېږي، پدې ملي نندار کې ۴۲ شرکتونه ګډون لري او د زابل وچه مېوې او لاسي صنعیې هم  نندارې ته کېښودل شوي دي.»

نوموړی د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې دا نندارتون یو حیاتي فرصت ګڼي.

د یاد نندارتون ګډونوال له سیمه ییزو  او مرکزي مسولینو غواړي چې تولیداتو ته يې په کور دننه او بهر  د بازار موندنې زمینه برابره کړي.

په زابل کې د داخلي تولیداتو لومړنی نندارتون نه یوازې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنايعو د معرفي کولو هڅه ده، د اقتصادي ودې او ځان‌بساینې پر لور یو عملي ګام هم ګڼل کېږي.