رویا کریمي؛ د بدن د ښکلا اتلولۍ په برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه

رویا کریمي؛ د بدن د ښکلا اتلولۍ په برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه
Photo: Social Media

د بدن د ښکلا (باډي بیلډرۍ) افغان لوبغاړې رویا کریمي د (Stoperiet Open 2025) سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د بدن ښکلا دا سیالۍ په ناروې هیواد کې ترسره شوې، چې په کې د بېلابېلو هیوادونو څخه د بدن ښکلا ګڼ شمېر ښځينه ورزشکارانو ګډون کړی و.

رویا کریمي په یادو سیالیو کې د ګڼ شمېر لوبغاړو له منځه د سرو زور مډال ګټلی دی.

رویا او خاوند یې دا مهال دواړه په دې برخه کې ورزشکاران دي او په ناروې کې ژوند کوي.

 د بدن ښکلا په افغانستان کې د سپورت برخه کې مشهور ورزش دی چې ان د طالبانو د تحریک د واکمنۍ پرمهال هم اجازه ورکړل شوې وه، خو لوبغاړو به پتلون اغوست.