افغانستان کې ښځينه قاضیانې او څارنوالانې له ګواښ سره مخ دي

د مناره په نوم عربي مجلې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ پر مهال «د افغان ښځینه قاضیانو او څارنوالانو مبارزې» په نوم یو راپور خپور کړی او ویلې یې دي، چې دا مهال په دغه هیواد کېد ښځینه قاضیانو او څارنوالانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.
د دې قاضیانو له ډلې افغانې قاضۍ مرضیه بابکرخېلې اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې دامهال د افغانستان قضایي سېسټم/حقوقي نظام له منځه تللی او د طالبانو قضاییه قوه له روښانه حقوقي معیارونو، د حقونو خوندیتوب او د یوې مشخصې پروسې له سر ته رسولو پرته فعالیت کوي.
هغې ویلي چې په ټول اړونده ادارو کې پخواني نارینه او ښځینه قاضیان له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې طالبانو پل غیر مسلکي پلویان ګمارلي چې له کبله یې په قضایي ادارو د خلکو باور راکم شوی دی.
نوموړې زیاته کړې طالبانو د حقوقي بنسټونو خپلواکي ترې اخیستې او نه یوازې یې د مدافع وکیلانو ټولنه لغوه کړې، بلکې د وکیلانو د څارنې دنده یې هم پر غاړه اخیستې ده.
دغې افغانې ښځینه قاضۍ ټینګار کړی چې حقوق متخصصان، په ځانګړې توګه ښځینه قاضیانې او څارنوالانې پر ګواښونو، بریدونو، خپلسرو نیونو او لادرکه کېدو سربېره، له سېسټماټیک څار سره مخامخ دي.
یوې بلې ښځینه څارنوالې هم ورته اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې طالبانو یوشمېر ښځینه قاضیانې او څارنوالانې بندیانې کړي او ګڼشمېر نور یې د هیواد پرېښودو ته اړ کړې دي.
هغې د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې او د پخوانیو ښځینه قاضیانو او څارنوالانو د خوندیتوب لپاره د هغوی پر اېستلو ټینګار کړی دی.
له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو د ناڅرګند برخلیک په اړه راپورونه خپاره شوي وو، خو نړیوالو یې په غبرګون کې قناعت کوونکی ځواب نه دی ورکړی.