خوست کې طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۸ کسان په درو وهلي دي

خوست کې طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۸ کسان په درو وهلي دي
Photo: Social Meida

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په خوست ولایت کې یې د یوې ځوانې نجلۍ په ګډون ۸ کسان عام محضر کې په درو وهلي دي.

د یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د نامشروع اړیکو لرلو په تور مجازات شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې محکمې ۷ کسان په ۳۹-۳۹ دورو او دوه نيم - دوه نيم کاله تنفيذي بند محکوم کړل او يوه ځوانه نجلۍ يې د ۳۹ دورو سربېره په ۱۸ مياشتو تنفيذي بند محکومه کړل. 

په سیمه کې یوې بلې سرچینې ویلي چې، په دورو وهل شوې نجلۍ دماغي ناروغي هم درلوده او د نجلۍ پلاره څو ځله له طالبانو وغوښتل چې هغه په دورو ونه وهي خو طالبانو د نجلۍ د پلار خبره ونه منله او د ټولو خلکو په وړاندې يې په دورو ووهل. 

طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال ګڼ شمیر کسان عام محضر کې په درو وهلي او مجازات کړي دي.