د ښځو مرموزې وژنې؛ ناپېژانده وسله والو ننګرهار کې یوه ښځينه ډاکتره وژلې

د ښځو مرموزې وژنې؛ ناپېژانده وسله والو ننګرهار کې یوه ښځينه ډاکتره وژلې
Photo: Social Media

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند «الفت مېنې» سیمه کې ناپېژانده وسله والو یوه روغتیاپاله په ډزو وژلې ده.

د وژل شوې روغتیاپالې یو خپلوان ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ (یک شنبه،۱۲ د زمري) د جلال اباد ښار په الفت مېنې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د زیبا په نوم روغتیاپاله د عملې موټر ته د سړک پر سر په تمه ولاړه وه، چې وسله والو پرې ډزې کړي او هغه یې وژلې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یادې روغتیاپالې د ننګرهار سیمه ییز روغتون په نسایي ولادي څانګه کې دنده درلوده او نږدې یو کال وړاندې یې واده کړی و. ننګرهار کې طالب مسوولانو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله وال له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي خو دوی د نیولو او د پېښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

تراوسه د یادې پېښې لامل څرګند نه دی او نه هم کومې ډلې یې مسوولیت منلی دی. دا په داسې حال کې ده چې له دې نږدې یو کال وړاندې هم په جلال اباد ښار کې ناپېژانده وسله والو د تېر حکومت یوه ښځينه پولیسه وژلې وه.

بلخوا په غور ولایت سیمه ییزې سرچینې وایې، چې د دغه ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ اړوند «کشک پایین» سیمه یوې ۲۸ کلنې ښځې ځان وژنه کړې او د ځان په زندۍ کولو سره یې ژوند ته د پای ټکی اېښی دی.

د سرچینې په خبره یادې ښځې درې اولادونه درلودل او له خپل خاوند او خواښې سره یې له لفظي شخړې وروسته په خپله خونه کې ځان راځړولی او ځان وژنه یې کړې ده.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم ویلي چې په یاده سیمه کې یوې ښځه د کورنۍ تاوتریخوالي له امله ځان وژنې ته مجبوره شوې او ځایي خلکو د وژل شوې ښځې خاوند (مېړه) نیولی او ځایي طالبانو ته یې سپارلی دی.

له دې څه موده وړاندې د غور په تیوري ولسوالۍ کې هم د عابدې په نوم یوې ۲۰ کلنې نجلۍ د اجباري نکاح له امله ځان سوځولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی و.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو ډلې له رسېدو راهېسې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ځان وژنې پېښې په بیساري ډول زیاتې شوي، چې لاملونه یې تر ډې کورنۍ تاوتریخوالی، ناموسي وژنې، په بدو کې د نجونو ورکړه، پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل، د یادو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کیږي.