ملګري ملتونه؛ د امریکا مرستو بندېدو له امله ۹ میلیوه افغان ښځې د میندو روغتیایي خدماتو محرومېږي

ملګري ملتونه؛  د امریکا مرستو بندېدو له امله ۹ میلیوه افغان ښځې د میندو روغتیایي خدماتو محرومېږي
Photo: Social Media

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPI) خبرداری ورکړی چې پر افغانستان د امریکا د مالي مرستو له بندېدو سره به نهه میلیونه افغان ښځې د میندو د روغتیایي او نورو پراخو خدماتو له ترلاسه کولو محرومې شي.

یادې ادارې په یوه بیان کې له دغه هیواد سره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې او ويلي یې دي، چې په افغانستان کې د میندو د مړینې د کچې په راټیټولو کې تر لاسه شوي پرمختګونه د شاتګ له جدي ګواښ سره مخ دي.

په بیان کې راغلي د امریکا مرستې، چې ټولټال شاوخوا ۳۳۵ میلیون ډالرو پورې رسیدې، په مرسته یې د ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو او کړکیچنو سیمو کې د میندو لپاره حیاتي روغتیایی پاملرنه، د تاوتریخوالي څخه ساتنه، د جنسي تیري درملنه او نور د ژوند ژغورنې پاملرنې چمتو شوې دي.

 د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي، چې د امریکا د مرستو کمښت به په ټوله نړۍ کې پر ښځو او نجونو ویجاړونکې اغیزې ولري. 

دا په داسې حال کې ده چې له دې څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي و، چې پر افغانستان د امریکا د مالي مرستو بندېدو له امله د دغه هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۲۲۰ زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي، چې له امله یې میلیونه افغانان چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي.

یو شمیر ډاکټران بیا اندېښمن دي، که ورته سازمانونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه او ملاتړ ودروي، د مور او ماشوم د مړینې کچې له زياتېدو سربېره به په لرې پرتو سیمو کې د ساري او موسمي ناروغیو کچه هم لوړه شي.