په هرات او بدخشان کې طالبانو دوه خبریالان نیولي

په هرات او بدخشان کې طالبانو دوه خبریالان نیولي
Photo: Social Media

په هرات او بدخشان ولایتونو کې محلي سرچینو د طالبانو د استخباراتو له لوري د دوو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

یوې ځایي سرچینې ویلي چې درې ورځې وړاندې په بدخشان لایت کې د طالبانو له لوري د طلوع نیوز خبریال ناظم قاسمي نیول شوی او د څو ورځو په تېرېدو لاهم په زندان کې دی.

سرچینې زیاته کړې تراوسه د قاسمي د نیول کېدو لامل څرګند نه ی او نه یې هم په اړه طالبانو د هغه کورنۍ ته قناعت کوونکی ځواب ورکړی دی.

بلخوا په هرات کې هم د طالباتو د استخباراتو له لوري د محرم علي عالمیان په نوم یو رسنیز فعال نیول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړی په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره له ایران څخه هیواد ته راستون شوی و، چې طالبانو یې کور محاصره کړی او بیا یې نامالوم ځای ته انتقال کړی دی.

د عالمیان کورنۍ د هغ د نیول کېدو په اړه خواشېني ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د نوموړي روغتیایي وضعیت ښه نه دی او امنیتي وضعیت په اړه یې ژوره اندېښنه لري.

تېره اوونۍ طالبانو په تخار و غزني ولایتونو کې هم درې خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي، چې لاتراوسه تري تم دی.

بلخوا هېواد کې یو شمېر معترضو ښځو د افغان ښځو د اعتراضي خوځښتونو په ایتلاف کې د «ژورنالیزم جرم نه دی» تر سرلیک لاندې یو کمپاین پیل کړی.

د دې کمپاین موخه د هغو خبریالانو د خوشې کولو ملاتړ کول دي چې د طالبانو لخوا په «خپل سر» نیول شوي او بندیان شوي دي.

د ښځو د اعتراضي خوځښتونو ایتلاف وايي چې د خبریالانو نیول د بیان د آزادۍ حق تر پښو لاندې کوي او طالبان د حقیقت ویلو څخه «ویره لري» له همدې امله دوی خبریالان نیسي.

دوی د طالبانو له زندانونو څخه د خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او همداراز یې غوښتي چې د هېواد کې رسنۍ باید ازادې وي.

ملګرو ملتونو هغه راپور چې د تېر کال په دسمبر کې خپور شوی د مالوماتو پر اساس یې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې خپل سري نیولو او توقیف، ناوړه چلند، تعقیب او زنداني کولو له ۳۳۶ قضیو سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې د دې خبریالانو له ډلې څخه ۲۵۶ یې «په خپل سر» توقیف شوي چې ۲۴۹ یې نارینه او ۷ یې ښځې دي.