د طالبانو له حاکمیت وروسته څه باندې یو نیم میلیون افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي

د طالبانو له حاکمیت وروسته څه باندې یو نیم میلیون افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي

له ۲۰۲۱کال راهیسې ۱.۶ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، د طالبانو له حاکمیت یعنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې څه باندې یو نیم میلیون افغانان د خپل امنیت د خوندیتوب په خاطر ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

یادې کمېشنرۍ(UNHCR) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۵۶زره افغانان له پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي چې اوسمهال د خوړو، سرپناه او نورو اړینو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ دغه راز زیاته کړې چې د دوی د مالوماتو پر بنسټ د افغانستان کډوال د نړۍ په کچه د کډوالو لوی شمېر جوړوي او په دې برخه کې له سوریې څخه مخکې شوی دی.

په راپور کې دغه راز راغلي چې د کډوالو د کوربه هېوادونو ایران او پاکستان د ملاتړ او کډوالو او بې‌ځایه شویو افغانانو سره د مرستې لپاره ۶۲۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې تر دامهاله یې، یوازې ۲۵سلنه بودیجه برابره شوې ده.

د تیر جمهوري حکومت له نسکوریدو او واک ته د طالبانو په رسیدو سره په افغانستان کې بیکاري، فقر، اقتصادي ستونزې او د طالبانو له لوري پر خلکو محدودیتونه زیات شوي، چې له کبله یې زیاتره افغانان بهرنیو او په خاص ډول ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

بلخوا په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ تر بل هر وخت چټکه شوې او هر ورځ د تورخم، سپین بولدک، نیمروز او نورو لارو سلګونه افغان کډوال په جبري ډول هیواد ته راستنیږي.