یونیسف: افغانستان کې ۴ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

یونیسف: افغانستان کې ۴ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي
Photo: Social Media

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایې، چې په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له زده کړې بې برخې دي. 

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو ۱۳۰۰ ورځې داسې مهال پوره کیږي چې تازه یونیسف په یوه راپور کې ویلي، ډیری دا ماشومان د ښوونځیو لپاره د مناسبو ودانیو، پاکو اوبو او روغتیا ساتنې اسانتیاوو نشتون او همدارنګه د مسلکي ښوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو د کمښت له امله له زده کړو محروم شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د هیواد په یو شمېر سیمو کې له زیاتره ماشومانو د کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله زده کړې پاتې شوي او ځینې وختونه خپلو کورنیو ته د پیسو ګټلو لپاره کار کولو ته اړ ایستل کېږي.

یونیسف زیاته کړې چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل او د نجونو پر زده کړو د بندیز له دوام سره، شاوخوا ۴۰۰زره نورې نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې، چې ورسره د محرومو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

دا داسې مهال دی چې شاوخوا څلور کاله پوره کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نږدې ۸۰ سلنه نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو محرومې دي.

بلخوا یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې چې له تېرو نږدې څلور کلونو راهیسې د ښوونځیو او پوهنتونونو بېرته پرانېستو ته سترګې پر لاره دي، وايي چې پر زده‌کړو د محدودیتونو دوام له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکې ثریا وایې چې د بې‌وزلۍ او ژور خپګان له امله هغه څه یې چې ښوونځي کې زده‌کړي وو، اوس یې له یاده وتلي دي. هغه لا په اتم ټولګي کې وه چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې وتړل شوې او اوس یې افسوس له دې امله دی چې نور د ښوونځي پر ور پل نشي کېښودلی.

هغې زیاته کړه: «زه په اتم ټولګي کې وم چې د محدودیتونو له امله له زده کړو بې برخې شوم، هیله مې لوړې وې غوښتل مې په راتلوونکې څارنواله شم خو دا ټولې هیلې مې ورځ تربلې مخ په خاورې کېدو دي؛ ځکه د کلونو په تېرېدو د ښوونځيو د خلاصېدو څرک نه لیدل کیږي.»

ثریا دا مهال د جام ګنډلو په یو کار ځای کې خیاطۍ زده کولو ته مخه کړې او په خبره له کله چې نجونې له زده‌کړو څخه محرومې شوې نو هغې له خیاطۍ زده کولو پرته بله لاره نه درلوده.

د کابل اوسېدونکې خاطره محمدي چې ټاکل شوې وه نږدې څلور کاله وړاندې په اتم ټولګي کې خپلې زده‌کړې پیل کړي، خو د ښوونځیو په تړل‌کېدو سره یې دغه هیله نیمګړې پاتې شوه، وايي هیله یې لرله چې ډاکټره شي، خو په وینا یې، د ښوونځیو په تړل‌کېدو سره یې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې او اوس یې یوازینۍ هیله خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کول دي.

محمدي زیاتوي: «کله چې ښوونځي وتړل شول نو ژور خپګان راته پیدا شوی، ځکه هغه هېلې چې ما درلودې پوره نشوې اوس د قالین اوبدلو په یو مرکز کار کوم د میاشتې څلور زره افغانۍ راکوي هیله لرم چې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیستل شي او مونږ د زده کړو له لارې خدمت وکړو.»

د هغې په خبره ګڼ‌شمېر نجونې زده‌کوونکې چې ښوونځي ته د نه تلو له امله پر ژور خپګان اخته شوي، درنو کارونو لکه غالۍ اوبدلو، د سړک تر غاړې د لاسي توکو پلور او د خیاطۍ کارخونو کې کار کولو ته اړ شوي دي.

بلخوا د ښځو حقونو فعاله تورپېکۍ مومند وایې، د اسلام په مبارک دین کې د ښځو د زده‌کړو په اړه کوم بندیز نشته او د طالبانو دا بندیزونه غیر عادلانه بولي. مومند د ټولنې پرمختګ لپاره زده‌کړې اړینې بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي څو د طالبانو پر ډله فشار راوړي چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

مومند وویل: «که چېرې د نجونو پرمخ ښوونځي او د پوهنتونونو دروازې خلاصې نشي نو دا به ناوړه پایلې ولري، ځکه زیاتره ښځينه استادانې، ډاکترانې او نورې پوه ښځې له هیواد وتلي څو کاله وروسته به مونږ هیڅ مسلکي ښځه ونه لرو، غوښتنه کوو چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.»

له دې څه موده وړاندې د یونېسف اجرایوي مشر اندېښنه ښودلې وه، که د نجونو پر زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام ومومي، له څلورو میلیونو څخه زیاتې نجونې به د لومړنۍ دورې څخه پورته د زده کړو له حقه محرومې پاتې شي .

افغانستان د نړۍ یوازینی هیواد دی چې له شپږم ټولګي پورته په کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی او دوی له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوي دي.

په ورته مهال نړیوال بانک وايي، په افغانستان کې یې د طالبانو ډلې له لوري د نجونو پر متوسطه ښونځيو او پوهنتونو د بندیز غځېدو له کبله په دې هېواد کې ګڼې پروژې ځنډېدلي چې له امله دغه هیواد ته په لویه کچه زیان اوښتی دی.

د طالبانو له لوري د ښځو د کار زده کړو بندیزونو، اقتصادي ستونزو، اجباري ودونو او کورني تاوتریخوالي له امله په دې وروستیو کې د ښځو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.

دا په داسې مهال دی چې د ملګروملتونو امنیت شورا ناسته کې د یوشمېر هېوادونو استازیو افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له طالبانو یې، غوښتنه کړې چې د ښځو حقونه تامین کړي.