طالبانو په خوست کې ۱۷ کسان په درو وهلي
د طالبانو سترې محکمه وایې چې په خوست ولایت کې یې ۱۷ کسانو ته عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
د سترې محکمې څخه نن(پنجشنبه،د لړم۳مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه کسانو ته تیره ورځ(چهارشنبه،د لړم۲مه)په خوست ولایت کې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یاد کسان په لواطت، نامشروع اړیکو او غلا په تور دغه ولایت کې نیول شوي وو، چې د ولسي خلکو پر وړاندې په درو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو پر اساس د محکمې د پرېکړې له مخې ۷ تنو ته چې محکمې مجرمین ثابت کړي وو، درې تنو ته یې د یو، یو کال او اته میاشتې بند او ۳۹ـ ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې او دغه راز درې کسان نور په شپږ ـ شپږ میاشتې بند محکوم او له ۲۵ تر ۳۹ دورو سزا ورکړل شوې او پاتې یوه تن ته یې لس میاشتې تنفیذي بند او ۳۹ دورو سزا ورکړې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د یادو کسانو له ډلې لس تنه یې تورن پېژندل شوي چې له ډلې یې نهو تنو هر یوه ته یو ـ یو کال تنفیذي بند او له ۳۰ تر ۳۹ دورو سزا ورکړل شوې او پاتې یوه تن ته یې د یوه کال او پنځو میاشتو بند محکوم او ۳۹ دورو سزا ورکړل شوې ده.
طالبانو په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې عام محضر تورنو کسانو ته د سزا ورکولو لړۍ تر پخوا چټکه کړې او له دې کار یې موخه په ټولنه کې د اسلامي شریعت پلي کول یاد کړي دي.
که څه هم په کور دننه او بهر دیني عالمانو او د بشر حقونو فعلانو دا کار له انساني اصولو سره خلاف بللی خو طالبانو له دې هر څه سره سره بیا هم دا ډول تعزیري سزاګانې نه دي درولي.