طالبانو په هرات کې یو ټولنیز فعال نیولی دی
په کندهار کې ځایي سرچینې وایې چې، په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو د ټولنیزو رسنیو یو فعال د جنرال رازق د انځور خپراوي وروسته نیولی او زنداني کړی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه ټولنیز فعال ادریس نومیده او د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې طالبانو د تېر حکومت پرمهال د کندهار پخواني امنیه قومندان جنرال رازق د انځور خپراوي په تور بندي کړی دی.
سرچینه زیاتوي نوموړی تېره ورځ(جمعه،۱۰د لېندۍ)د طالبانو استخباراتو د سپین بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولی او تراوسه په زندان کې دی.
یوې بلې سرچینې هم تائید کړې چې په دغه ولایت کې د ټولنیزو رسنیو یو فعال طالبانو په دې تور نیولی چې په یو فیسبوکي پوست کې یې له خلکو څخه غوښتي و چې جنرال رازق ته دُعا وکړي.
له دې دوه ورځې وړاندې په هرات کې هم طالبانو یو ښوونکی له زنداني کیدو وروسته وژلی او خپلې کورنۍ ته یې جسد سپارلی و.
دا په دې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې پر رسنیو او د ټولنیزو رسنیو پر فعالانو محدودیتونه وضعه کړي دي.