له ایران او پاکستان راستانه شوي کډوال؛ د کرایي کورونو کرایې لوړه شوې

له ایران او پاکستان راستانه شوي کډوال؛ د کرایي کورونو کرایې لوړه شوې
Photo: RM Media

په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه په اجباري ډول راستانه شوي افغان کډوال وايي، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه ته د نه لاسرسي سربېره کرایي کورونه يه سختۍ پیدا کېږي او کرايې یې هم لوړې دي چې دوی یې د نیولو توان نه لري.

دوه اوونۍ وړاندې د هرات د اسلام کلا له لارې له ایرانه راستون شوی کډوال منور شاه چې دا مهال له یو خپلوان کره په لنډ مهاله توګه دېره شوی وایې، په هرات ښار او نږدې سیمو کې د کورونو کرایې لوړې شوې او له څه مودې راهېسې لا د کور په پیدا کولو نه دی بریالی شوی.

د نوموړي په وینا اقتصادي حالت یې دومره خراب دی چې له سهاره تر ماښامه په ښار کې د سل افغانیو کار هم نه شي پیدا کولای او ډېر وخت خالي لاس کور ته ستنېږي.

هغه وایې: « ۱۶ کلونه مې ایران کې تېر کړي په هرات کې خپل ځای نه لرم اوس له یو خپلوان کره موقتي له خپلې اووه کسېزې کورنۍ سره اوسېږم، کرایې کورونه نه پیدا کیږي او که وي هم کرایه یې لوړه ده د نیولو توان یې نه لرم اقتصادي ستونزې او د کور نشتوالي اندېښمن کړی یم.»

د نویدالله په نامه یو بل کډوال چې خپل هیواد ته راستون شوی له تېرو درېیو اوونیو راهېسې د کرایي کور په پېدا کېدو پسې سرګردانه دی.

نوموړي دا مهال د هرات په شېنډنډ ولسوالۍ کې د خپلوان په یوه کور کې د لنډ مهال لپاره ژوند پیل کړی هغه وایې، لا یې هم د کرایې په پیدا کېدو نه دی بریالی شوی چې دې حالت خواشینی کړی دی.

د هغه په وینا زیاتره راستانه شوي کډوال خپل کورونه او ځمکې نه لري چې د مجبورۍ له امله اړ شوي څو په کرایي کورونو ونیسي.

هغه وایې: «کلونه مې په ایران کې تېر کړي اولادونه مې هم هلته زېږیدلي، په ښار کې خو هیڅ کرایي کور نه پیدا کیږي که د دوو خونو کور پیدا شي نو بیا یې کرایه تر لس زره افغانیو ده، ډیر یو بد حالت سره مخ یو که مونږ ته خپل استوګنیزې نمرې راکړل شي او یا د کډوالو لپاره ښار ګوټي جوړ شي نو مونږ به له دې کړاو خلاص شو.»

له پاکستانه د تورخم له لارې راستون شوی کډوال نبي الله وایې، د هغه په ګډون زیاتره کډوالو خپل کاروبار او شتمني یې پاکستان کې پرېیښې او هېواد ته راستانه شوي خو اوس یې دلته اقتصادي حالت خراب دی او زیاتره یې د کور د کرایې ورکولو توان هم نه لري.

هغه وایې: «څه شتمني او کاروبار مو چې درلوده هغه رانه په پاکستان کې پاتې شوه، تش لاس هیواد ته راستانه شوي یو دلته روزګار نشته او د کورونو کرایې دومره لوړې دي، چې زیاتره کډوال په خېمو کې اوسېږي ځکه د کرایې د ورکړې توان نه لري.»

په همدې حال د جلال اباد ښار اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې له پاکستان د کډوالو راستنېدو له بهیر پیلېدو سره سم، په ښاري سیمو کې د کورونو کرایې لوړې شوې دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی هدایت الله وايي، چې د کډوالو له راستنېدو وړاندې په ښار کې د کورونو کرایه ټیټه وه، خو اوس د کورونو مالکینو یو ځل بیا کرایې لوړې کړې دي.

هغه زیاتوي: «د کورونو مالکان ډیر ظلم کوي ځکه له دې څو میاشتې وړاندې چې کډوال نه وو، راستانه شوي له ۳ تر ۴ کوټو د کور کرایه پنځه زره افغانۍ وه، خو اوس یې کرایه لس او دولس زره افغانیو ته لوړه شوې چې دا لوی ظلم دی.»

په ورته مهال د معاملاتو لارښوونې ځېنې مسوولان هم وايي، چې په دې وروستیو کې په ښاري سیمو کې د کورونو کرایه لوړه شوې ده.

په کابل کې د معاملاتو لارښوونې د یوه دفتر مسوول غلام قادر وايي، چې له پاکستان او ایران څخه په لویه کچه د کډوالو راستنېدل لامل شوی چې د کورونو کرایې لوړې شي.

هغه وایې: «تېر کال که د یو څلور اطاقه کور بیه پنځه زره افغانۍ وه، نو سږکال یې بیه له ۱۱ زره تر ۱۵ زره افغانیو لوړه شوې او لامل یې د کډوالو راستنېدل دي، زیاتره کډوالو ته کورونه هم نه پیدا کیږي په دې وروستیو کې زمونږ زیاتره مشتریان کډوال دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، چې د راون میلادي کال تر پایه ۶۰۰ زره نور افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شي. د دغه بنسټ په وینا، د روان میلادي کال تر پایه به د بیرته راستنېدونکو کچه ۱.۶ میلیون کسانو ته ورسیږي، داسې حال کې چې راستانه شوي د خوراکي موادو، سرپناه او کار په څېر امکاناتو ته لاسرسی نه‌لري.