کونړ کې د زلزلې پرمهال زرګونه زده کوونکي له زده کړو محروم شوي

د هیواد په ختیځ کونړ ولایت کې وروستۍ زلزلې د کورونو ترڅنګ ګڼ شمېر ښوونځي هم وران کړي چې له امله یې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي وايي، د ښوونځیو د ورانېدو له امله یې ماشومان له زده کړو محروم شوي او طالبانو له زلزلې د دوو اوونیو په تېرېدو وروسته لا هم د دغو وېجاړو شویو ښوونځيو د بیا رغونې په موخه هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
عطاالله ساپی، چې درې زامن یې په ښوونځي کې ول، وایي: «یو زوی مې د زلزلې پرمهال مړ شوی، دوه نور ټپیان دي او ښوونځی یې په بشپړ ډول وران شوی دی.»
په همدې حال یو شمېر زده کوونکي چې له ښوونځیو په لېرې پرته سیمو کې اوسېږي او په سیمه ییزو ټولګیو کې یې زده کړې کولې د دغو ټولګیو د وېجاړېدو له امله له زده کړو بې برخې او خپل راتلوونکي ته اندېښمن دي.
لس کلن سید عمران له مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د ویجاړ شویو ښوونځیو د بېرته رغونې لپاره عاجل اقدام وکړي: «زده کړې مې ارمان دی، غواړم راتلونکې کې ډاکټر شم، زموږ ښوونځی دې بېرته ورغول شي.»
د نورګل ولسوالۍ د نهم ټولګي زده کوونکی محمد طیب هم غوښتنه کوي چې د نورو مرستو ترڅنګ، دې په دې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وشي، تر څو د زدهکوونکو درسي بهیر بیرته پیل شي.
هغه وایي: «زمونږ ولسوالۍ کې ټول ښوونځي وران شوي او مونږ غواړو چې بیرته دا مکتبونه جوړ شي، ځکه که دا ښوونځي جوړ نشي نو مونږ به له زده کړو په دایمي ډول محروم شو.»
د کونړ لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله په دغه ولایت کې څه باندې ۱۵۷ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي. د دوی په وینا، ۳۹۱ زده کوونکي او درې ښوونکي مړه شوي او شاوخوا ۷۸۰ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه د یونېسف په مرسته جوړ شوي نږدې ۵۰۰ ټولګي هم تخریب شوي دي.
په همدې حال کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) ویلي، چې وروستیو زلزلو یوازې په کونړ کې ۱۱۵۰ زده کوونکي، چې ۵۰۰ یې نجونې دي، مړه کړي او ګڼ نور اغېزمن شوي دي. دغه سازمان ټینګار کوي چې زرګونه ماشومان عاجلو مرستو او اوږدمهاله رواني ملاتړ ته اړتیا لري.