ننګرهار او کونړ کې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۰۰ ته لوړ شوی

ننګرهار او کونړ کې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۰۰ ته لوړ شوی
Photo: Social Media

ځایي طالب مسوولان وایې چې په کونړ او ننګرهار کې د وروستۍ زلزلې له امله مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۰۰ ته لوړی شوی او د ټپیانو شمېر له ۳۰۰۰ زیات شوی دی.

د رسمي سرچینې وایې دغه شمېرې شېبه په شېبه د لوړېدو په حال کې دي او دغه راز د یادې زلزلې پرمهال د تخریب شویو کورونو شمېر تر څلور نیم زورو رسېدلی او لاهم په ځېنو سیمو کې د زلزلې ټکان محسوسېږي.

ځایي سرچینې تایید کړې چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات د لارو د خرابوالي، د امکانانو کموالي او د بشري ځواک د کمښت له امله ورو پر مخ ځي او همدا لامل دی چې لاهم په زیاتره سیمو کې ژغورونکې ډلې تر کنډوالو لاندې بند پاتې کسانو په راوېستلو بوخت دي.

د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره ملګرو ملتونو او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د خواخوږۍ په څرګندولو سره د همکارۍ لپاره چمتووالی اعلان کړی او د ملګرو ملتونو یو شمېر مرستندویه ډلې سیمې ته لېږل شوې دي.

دا زلزله د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه شاوخوا ۱۱:۱۷ بجې، د کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو ځينې برخې ولړزولې.

د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې د مالوماتو له مخې د دې زلزلې شدت د ريښتر په کچه۶ درجې و او مرکز یې د کونړ ولایت له مرکز اسعدآباده ۲۵ کیلومتره لېرې ثبت شوی. د زلزلې ژوروالی ۳۵ کیلومتره ښودل شوی.