هلمند کې یوه ۶ کلنه نجلۍ یو سپین ږېري سړي ته په نکاح ورکړل شوې

په هلمند کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې یوه پلار د پېښو په بدل کې خپله ۶ کلنه لوری یو سپین ږېري سړي ته د درېمې ښځې په توګه په نکاح ورکړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د دغه نجلۍ پلار خپله لور د څلور لکه افغانیو په بدل کې یاد عمر خوړلي سړي ته په نکاح ورکړې ده. د سرچینې د مالوماتو دغه ۶ کلنه نجلۍ د هغې او د مور له خوښې پرته په جبري ډول نکاح کولو ته اړ شوې ده.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کم عمره نجونو ودول او اجباري ودونه ډېر شوي دي.
په افغانستان کې د بېلا بېلو دلایلو له مخې د کم عمره نجونو او اجباري ودونو دود له ډېر وخت راهیسې و، خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو او اقتصادي نسکورېدنې نه وروسته اوس تر بل هر وخت ډېرې نجونې په کم عمر کې او د هغوی له رضا پرته واده کېږي.
د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) د نجونو د لېسې د وتلو راهيسې اشاره کړې چې ډېرې کورنۍ د اقتصادي بحران له امله خپلې لورګانې وادوي ترڅو د کورنۍ لګښتونه کم کړي. دا موضوع په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې ډېر لیدل کېږي.
باور دا دی که مېرمنو او نجونو ته د خپلو حقونو ورکړې ته لومړیتوب ورکړل شي او له بېځایه محدودیتونو سره مخ نهشي، نهیوازې دا چې د دوي روغتیا او فزیک به ساتل شوی وي، د کورنیو ډېرې ستونزې ورسره حل کېدلای شي.