امربالمعروف؛ په لغمان کې ۱۰ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي

لغمان کې ځایي سرچینو ویلي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو امربالمعروف محتسبنو ۱۰ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.
د سرچینو په خبره دا کسان د لغمان مرکز مهترلام ښار لومړۍ حوزې په مربوطاتو او دغه راز د قرغیو ولسوالۍ اړوند «تړاګړ» کلي کې د شپې لخوا د موسیقۍ غږولو مهال د امربالمعروف محتسبینو نیولي او طالبانو له ځان سره بېولي دي.
د سرچینو د مالوماتو له مخې یاد کسان د خپلو خپلوان د خوښیو مراسمو په پار سره راټول شوي وو، چې طالبانو پرې چاپه وهلې او د موسیقۍ د غږولو له وسایلو سره یو ځای یې نیولي دي.
طالبانو له دې وړاندې هم په لغمان کې ګڼ شمېر ځوانان د موسیقۍ غږولو پرمهال نیولي او زنداني کړي وو. طالبانو د خپلې څلور کلنې واکمنۍ پرمهال د موسیقۍ پر غږولو بندیز لګېدلی او وخت ناوخت یې غږوونکي نیول او ربړول شوي دي.